دلته د ماشوم پالنې په اړه ځینو مهمو ټکو ته اشاره شوې ده. چې د وړکتوب په دورې کې یې د خپلو ماشومانو په اړه له پامه ونه غورځوئ!
خپلې وړې لوڼې وپوهوئ چې د هیچا په زنګانه کښې نه ني، حتی که د دوی نږدې خپلوان لکه ترونه، ماماګان هم وي.
* د دوو کلونو څخه پورته ماشومانو مخکې کالي مه اغوندئ او مه یې باسئ، یا دوی له هماغه ځایه لرې کړئ او یا هم خپله ګوښه ځای ته ولاړ شئ.
* هیڅکله هم خپل خپلوان مه پرېږدئ چې ماشومانو ته مو “ښځه “یا “ميړه”/ مې یې؛ ووایي.
* هرکله مو چې خپل واړه له نورو ماشومانو سره په لوبو بوخت وي نو له لرې یې د لوبو ډول او له همزولو سره چلند څارئ. ځکه اوس واړه ماشومان هم کولی شي د یو او بل جنسي آزار ته لاس کړي.
* خپل واړه مو له هغو سپین ږیرو او مشرانو سره مه مخامخ کوئ چې دوی یې له لیدلو ځورېږي، خو برعکس که یې له کوم سپین ږیري سره مینه درلوده، نو بیا مو هم له ماشوم سره د همدې کس چال چلند ته پاملرنه کوئ.
کله چې مو خوښ او مستانه ماشوم ناڅاپه خفه او ګوښی شي، نو کوښښ وکړئ! چې په خورا زغم او صبر ترېنه په مکرر ډول پوښتنې وکړئ؛ تر څو یې سبب ومومئ.
* ماشومان مو د جنسي مسایلو په تړاو په بشپړ احتیاط او سمه طریقه وپوهوئ، په دې هم باوري اوسئ که چېرې دا کار تاسې ونه کړئ نو ټولنه به یې په ډېره بېکاره طریقه وپوهوي.
* کوم فلم، کارتون، کتاب او یا د دغو په څېر هر څه چې تاسې یې د خپلو ماشومانو لپاره راوړئ، لومړی په خپله وګورئ، ولولئ او له محتوا څخه یې ځان ډاډه کړئ.
خپلو ماشومانو ته مو د د بدن د ځینو غړو مینځل ورزده کړئ او همدارنګه ورته ووایاست چې نورو ته د بدن د ځینو غړو د لمس اجازه ورنه کړي.
یاد لرئ! اول ځان دی؛ بیا جهان. یعنې مخکې له دې چې نورو ته یې ورزده کړئ، باید لومړی یې له خپلو ماشومانو پیل کړئ.
* له خپلو هغو وسایلو څخه مو یو لیست چمتو کړئ چې باید د ماشومانو له لاس رسۍ څخه لري وي، څو ماشومانو ته مو کوم ګواښ پېښ نه کړي.
12. خپل ماشومان مو وپوهوئ چې د خلکو له ګڼې ګوڼې څخه لېري شي.
13. کله مو هم چې ماشوم له چا څخه شکایت کاوه نو پر وړاندې یې چوپ مه پاته کېږئ، پوښتنه یې وکړئ. باید ماشومان مو پوی شي چې تاسې ترېنه ننګه کولی شئ.
یاد ساتئ! که نن اولاد ونه لرئ نو سبا ته به د بچو پلار وئ. نو یاد ټکي له پامه مه غورځوئ!.
دیرشه دیرشه دیرشه په زره پوری اوقابل د لوستودی
یوجهان مننه