یو وخت کې د یوه سوداګر له کوره غلا وشوه. سوداګر شکمن و، چې غل د ده په خدمتګارانو کې دی. سوداګر بیربل ته ورغی او ټوله کیسه یې ورته تېره کړه. بیربل د سوداګر کور ته لاړ، د سوداګر ټول خدمتګاران یې راټول کړل او پوښتنه یې ورڅخه وکړه چې غلا چا کړې ده؟ ټولو انکار وکړ.
بیربل د یوې شېبې لپاره فکر وکړ او بیا یې د سوداګر ټولو نوکرانو او خدمتګارانو ته داسې لښتې ورکړې، چې د ټولو اوږدوالی سره مساوي وو او ورته یې وویل، د غله لښته به سبا ته دوه انچه اوږدېږي او تاسو ټول به سبا ته د خپلو لښتو سره دلته حاضرېږئ.
ټول خدمتګاران خپلو کورونو ته لاړل او بله ورځ ټول بېرته د سوداګر په کور کې راټول شول.
بیربل ورته وویل، چې خپلې لښتې ښکاره کړئ.
په خدمتګارانو کې یوه خپله لښته دوه انچه لنډه کړې وه.
بیربل سوداګر ته وویل، چې ستا د کور غل دغه دی.
وروسته سوداګر له بیربل څخه پوښتنه وکړه چې تا دغه غل څنګه معلوم کړ؟
بیربل ورته وویل چې غله د شپې خپله لښته د دې لپاره لنډه کړې وه چې سهار ته به د ده لښته دوه انچه اوږدېږي.