ژباړونکی: ګل جان صابر
مور په غاب کې کلچې واچولې. انا په خوښی چاجوښه و کړنګوله. ټول مېز ته کېناستل. ووا غاب ځانته ور کش کړ.
میشا په کلکه ورته ویل:
– یوه، یوه ووېشه.
کوچنیانو ټولې کلچې په مېز واچولې او په دوو برخو یې ووېشلې.
ووا پوښتنه وکړه:
– برابرې وېشل شوې؟
میشا د کلچو برخې تر نظر تېرې کړې او ویې ویل:
– برابرې دي…انا، موږ ته چای واچوه!
انا دواړو ته چای ورکړ. د مېز په شا او خوا چوپه چوپتیا وه. د کلچو دلی ژر، ژر کمېدلې.
میشا وویل:
– رېژنده او خوږې دي!
ووا په ډکه خوله ځواب ورکړ:
– هو!
مور او انا چوپ ناستې وې. ووا چې کله ټولې کلچې وخوړې ژوره سا یې و ایستله، خپله خېټه یې وډبوله او له مېز څخه ليرې شو. میشا چې کله وروستی کلچه وخوړله مور ته یې وکتل، هغې د چای په ګيلاس کې چې تر اوسه پورې یې غوړپ نه و ځنې کړي کاچوغه ښوروله.میشا انا ته وکتل، هغې د تورې ډوډۍ مړۍ ژووله.