لیکواله: اوسییوا و.
ژباړونکی: ګل جان صابر
د دیما د کتابچې څخه کوم چا سپینه پاڼه څیرې کړې وه.
دیما له خپلو ملګرو څخه پوښتنه وکړه:
– دا به چا څیرې کړې وي؟
ټول هلکان چوپ وو.
کوستیا وویل:
– زه فکر کوم چې دا پاڼه به پخپله څیرې شوې وي. کېدای شي چې پلورونکي په تا داسې کتابچه پلورلې وي…او یا به په کور کې ستا خور دا پاڼه څیرې کړې وي. هېڅکله فکر نه شې کولی چې څه پېښېږي…همداسې ده، هلکانو؟
هلکانو په پټه خوله اوږې وښورولې.
– او یا کېدای شي چې تا پخپله کوم چېرې څیرې کړې وي! همداسې نه ده هلکانو؟
کوستیا په وارخطایي کله یوه او کله بیا بل ته کتل او څرګندونې یې کولې.
– پشۍ هم کولی شي چې دا پاڼه څیرې کړي…که څرنګه! په ځانګړي ډول کوم یو پیشونګوری…
د کوستیا غوږونه سره شوي وو او همداسې پسې غږېده او غږېده او نه یې شوه کولی چې چوپ شي.
هلکان چوپ وو خو دیما تندی تریو کړ. هغه کوستیا په اوږه وټپاوه او ویې ویل:
– نور بس کړه!
کوستیا سمدلاسه نرم شو، سترګې یې کښته واچولې او کرار یې وویل:
– زه به تا ته کتابچه درکړم…زما سره نوې کتابچه شته!..