لیکواله: ولانتینا اوسیوا
ژباړونکی: ګل جان صابر
ویتیا خپل سباناری ورک کړ. د لویې تفرېح په وخت کې ټولو کوچنیانو سباناری خوړ خو ویتیا یوې خوا ته ولاړ و. کولیا د هغه څخه پوښتنه وکړه:
– ته ولې سبا ناری نه خورې؟
– ما خپل سباناری ورک کړی دی.
کولیا د ډوډۍ څخه لویه مړۍ وکړه او ویې ویل:
– ډېر بد کار شوی، تر غرمې پورې لا ډېر وخت شته!
میشا پوښتنه وکړه:
– تا خپل سباناری چېرې ورک کړ؟
– نه پوهېږم… ویتیا په کراره دا خبره وکړ او مخ یې بل لوري ته واړاوه.
میشا وویل:
– تا لکه چې هغه په جېب کې اچولی و، ښه به وه چې په بکس کې د اېښی وای.
ولودیا هېڅ پوښتنه و نکړه، ویتیا ته ورغی، خپله ډوډۍ او کوچ یې نيم کړل، نیم یې خپل ملګري ته ونیول او ویې ویل:
– دا واخله او ویې خوره!