لیکواله: ولانتینا اوسیوا
ژباړونکی: ګل جان صابر
په کوڅه کې یو هلک او یوه نجلۍ روان وو. د دوی تر مخ یوه سپین سرې ښځه روانه وه. لاره ډېره ښوینده وه. سپین سرې وښویېده او ولوېدله. هلک چیغه وکړه:
– ته زما کتابونه در سره ونیسه! هغه خپل د کتابونو بکس نجلۍ ته ورکړ او پخپله یې د سپین سرې مرستې ته ور منډه کړه.
هلک چې بېرته را وګرزېد نجلۍ پوښتنه ځنې وکړه:
– دا ستا انا ده؟
هلک ځواب ورکړ:
– نه.
نحلۍ حیرانه شوه او ویې ویل:
– نو دا ستا مور ده؟
– نه!
– نو ترور د ده او که هغه پېژنې؟
هلک ځواب ورکړ:
– نه، نه! هغه یوه سپین سرې ده!