ډاکتر یاسین (صحرایی) د ننکرهار پوهنتون طب پوهنځی د پنځم ټولګي محصل |
د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه له همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.
لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کوي:
– د سهار چای نه څښل: هغه خلک چې د سهار چای نه څښي په بدن کي یې د شکرې اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي.
– زیاته ډوډۍ خوړل: هغه کسان چي زیاته ډوډۍ خوري د هغوی دماغي قوت ضعیفه کېږي.
– د سګرېټو څکول: د سګرېټو او نورو نشه يي موادو استعمال دماغي قوت راکموي او د الزایمر یا هېرېدو ناروغي پیدا کوي.
– د بورې زیاته استفاده: د بورې زیاته استفاده د پروتینو او نورو غذايي موادو د استفادې مخنیوی کوي او په نتیجه کي یې دماغي رشد سوکه کېږي.
– ککړه هوا: د انسان دماغ په وجود کي تر ټولو زیات اکسېجن مصرفوي او ککړه هوا د دې سبب کېږي چي دماغ په کافي اندازه اکسېجن تر لاسه نه کړي، په همدغه دلیل د دماغ مؤثرتیا کمېږي.
– د خوب څخه محرومتیا او د خوب کموالی: خوب دماغ ته اجازه ورکوي چي استراحت وکړي او د اوږدې مودې له پاره د خوب نه کول، د دې باعث کېږي چي د دماغ حجرې مړې سي.
– د خوب پرمهال د سرپټول: کله چي د استراحت پرمهال د انسان سر پټ وي، نو په دماغ کي د اکسېجن کچه راکښته کېږي او د کاربن دای اوکساید کچه لوړېږي چي پر دماغ باندي سخت تاغېز کوي.
– د مریضۍ پرمهال له دماغ څخه کار اخیستل: د ناجوړۍ پرمهال د دماغ څخه کار اخیستل یعني مطالعه کول او پر دماغ باندي فشار راوستل، د دماغ په مؤثروالي کي کموالی راولي.
– د هڅوونکو فکرونو نستوالی: انسان تل باید هڅوونکي فکرونه په ذهن کي ولري، ترڅو ذهن تربیه کړي. د دغو هڅوونکو فکرونو د نشتوالي په صورت کي ذهن کمزوری کېږي.
– لږ خبري کول: ادبي او علمي محاورې د ذهن په انکشاف کي مرسته کوي خو د دې برعکس نه ږغېدل ذهن پڅوي.