جمعه, مې 3, 2024
Homeداسې هم شتهساینسکنګل کړای شوي مړي، بېرته ژوندي کېدای شي؟

کنګل کړای شوي مړي، بېرته ژوندي کېدای شي؟

د ۲۰۱۶ م کال په وروستیو کې یوې ۱۴ کلنې نجلۍ چې د سرطان په ناروغۍ اخته وه له مړینې وړاندې غوښتنه وکړه چې بدن ېې کنګل وساتل شي، په دې هیله چې ښايي په راتلونکي کې طب او ټکنالوژي دومره پرمختللې وي چې بیا ېې راژوندۍ کړي او د ناروغۍ درملنه ېې وکړي. د دې موضوع په اړه قضیه محکمې ته وړاندې شوه او د نجلۍ د غوښتنې په پلوي پریکړه وشوه.

دغه نجلۍ اکتوبر میاشت کې بریتانیا کې مړه شوه او بدن ېې د کنګل ساتلو لپاره امریکا ته یوړل شو. خو آیا په کنګل حالت کې د بدن ساتل څه ډول دی- او آیا کېدی شي خلک له مړینې وروسته بیا راژوندي کړل شي؟

د کنګل ساتلو بهیرڅرنګه دی؟

د بدن کنګل ساتل باید له مړینې وروسته هرڅومره ژر چې شونې وي ترسره شي، د دې لپاره چې د بدن مهمې حجرې یا ژونکې ( په تیره بیا د ماغزو حجرې) د آکسیجن د نشتوالي له کبله له ویجاړیدو وساتل شي.

د دې لپاره، مړی د کنګل شویو اوبو په یو لوښي کې اېښودل کېږي او ورو ورو يې د تودوخې درجه ټیټېږي. د بدن بشپړ کنګل کېدل وروسته راځي.

بیا مهم او اصلي کار پیل کېږي- وینه له بدنه لېرې کېږي او پرځاې ېې ځانګړي کیمیايي توکي پیچکاري کېږي، چې د کنګل په حالت کې د بدن ساتنه کوي او د بدن په انساجو کې د کنګل د کرستالونو د جوړېدو مخه نیسي.

دا مهمه ده: کله چې یخ یا کنګل پړسېږي د اوبو په پرتله ډیرځاې ډکوي، او که مخنیوی ېې ونشي د بدن د حجرو دیوالونه له منځه بیايي.

وروسته د مړي بدن د مایع نایتروجن په مرسته د سانټي ګراډ تر منفي ۱۹۶ درجو پورې سړېږي او په یوه کڅوړه کې ساتل کیږي.

دا کار چېرته ترسره کېږي؟

په نړۍ کې یواځې دوه هیوادونه د بدن د کنګل ساتلو وسایل لري- د امریکا متحده ایالتونه او روسیه.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې تر اوسه تقریبا ۱۵۰ کسانو خپل ټول بدن په مایع نایتروجن کې کنګل ساتلی دی، او ۸۰ نورو کسانو یواځې خپل سرونه یا ماغزه ساتلي دي.

د ټول بدن د کنګل سا تلو لګښت تر ۱۶۰،۰۰۰ ډالرو پورې رسېږي، خو یواځې د سر ساتل ۶۴،۰۰۰ ډالره لګښت لري.

آیا دا کار نتیجه ورکولی شي؟

د بدن د کنګل ساتلو پلویان وايي د هیله من کېدو لپاره درې دلیلونه شته. هغوی وايي سره د دې چې باید انتظار واېستل شي چې یو شخص په قانوني توګه مړ اعلان شي او بیا یې د کنګل کولو کار پیل شي، ادعا کوي چې د اړتیا وړ اکسیجن په ساتلو سره ماغزو ته د زیان کچه را کمېدی شي.

په ۲۰۱۵ کې هغه وخت په دې اړه یو ستر پرمختګ وشو چې د یوه سوی (خرګوش) په ماغزوکې یوه ځانګړې کیمیايي مایع پيچکاري شوه او په بریالتوب سره ېې د ماغزو حجرې له ویجاړېدو وساتلې – خو دغه سوی د پیچکاري تروخته پورې ژوندی و چې له امله یې مړ شو.

دویم دا چې، د تودوخې ډېرې ټیټې درجې کې د بدن ساتل د حجرو او انساجو د ننه کیمیايي پروسې په کافي اندازه سوکه کوي او د بدن د لا ویجاړېدو مخه نیسي.

د هغوی دریم دلیل دا دی چې وايي، سره له دې چې د سړېدو یا کنګل کېدو د بهیر په ترڅ کې بدن ته یوڅه زیان رسېږي او د انسان بدن به د زړښت او ناروغۍ له امله هم زیان موندلی وي، خو هیله کوي چې راتلونکي کې ښايي ټکنالوژي دومره پرمختګ کړی وي چې دا ټول زیانونه بېرته ترمیم کړي.

ستونزې څه دي؟

مهمې ستونزې په حجرې کې دي. ځکه چې د کنګل کېدلو بهیر ورته ډېر زیان رسوي.

د کاناډا د اوټاوا د ښار د کارلټن پوهنتون د حیاتي کیمیا د څانګې پروفیسر کین سټورلي وايی:” انساني حجره تقریبا ۵۰،۰۰۰ پروتینونه او په سلګونو میلیونه د غوړ مالیکیولونه لري چې د حجرې شاوخوا پرده جوړوي. د کنګل ساتلو په بهیر کې دا ټول ګډوډېږي”.

د ماغزو د حجرو د ترمیم لپاره به نوره لا ډېره دقیقه پوهه هم پکار وي.

د سکاټلنډ د کارولینسکا انسټیټیوټ د اعصابو د څانګې ډاکټر مارتین اینګوار وايي:” د ماغزو شبکې بېلابېل ظریف او نازک خاصیتونه لري. ځینې اړیکي یې ډېر مهم او ځینې یې مهم نه دي- خو موږ نه پوهېږو چې کومې دي.”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب