د ۱۳۵۹ کال د ژمي وروستۍ ورځې وې چې روسانو زموږ په سيمه يرغل وکړ، کور په کور تلاشي پيل شوه زموږ په کور هم راننوتل سپی ډېر غپېده، د روسانو پام د سپي په لور وو موږ ته يې اشارې کولې خو موږ نپوهېدو چې څه وايي.
څو شېبې ورسته يو کس چې شنه دريشي يې پر غاړه وه راغــی غږ يې وکړ« او چوچه ایجه بیا »
زه چې څو قدمه له مور لرې ولاړ وم او د امېتابچن عکس مې نېغ د ټټر په سر جېبي کې ايښی وه زړه نازړه د ده په لور ورغلم دريشي کړي کس چې ژباړونکی و، له لاسه کلک کړم پوښتنه يې وکړه « سلاح د کجاس؟ »
ما ورته وويل: « سلاح نداريم » ده ظالم داسې يوه کلکه څپېړه په مخ راکړه چې پښې مې له زمکې بېلې شوې که چيرې يې له لاسه نه وای نيولی څو سرکونډې به مې خوړلې واې، بيا يې په ډېره بېړه زما له جېبه عکس راکش کړ « اي چي اس؟ »
ما ځواب ورکړ « اي عکس اميتا بچن و بچه اش ابيشيک بچن اس».
ژباړونکی په حيرانتیا وویل «که تو باز بګو بچيم» ما ورته بيا وويل.
ژباړونکی په ګنډو شو زما اوښکې يې پاکې کړې سينې ته نږدې کړم او په نرمه لهجه يې وويل: چې ډېر اوبښه ماشومه له تا سره مې زياتی وکړ.
ما په داسې حال کې چې سلګۍ وهلې ژباړونکي د امتابچن عکس وروسانو ته وروښود او په روسي ژبه يې څه ورته وويل، روسانو عکس لاس په لاس کړ او بيايې ماته په لمنه کې چاکلېټونه او پيسې راواچولې ژباړونکي زما په مور غږ وکړ مور جانې ډېر اوبښه د تاسو زړه مې ازار کړ ښېرې راته ونه کړې څه وکړم وظيفه ده.
زما مور ځواب ور نه کړ خو په مايې منت وکړ چې دې خوا راشه زه په منډه د مور خوا ته ورغلم ژباړونکي بيا غږ وکړ مورجانې د سپي د پښو لاندې مو څه خښ کړي، وروسان وايي چې دا سپی موږ پېژنو چې روسي سپی دی که بل سپی وای وختي به مو ويشتلی وه، مور مې ځواب ورکړ چې ښکاري ټوپکونه دي.
ژباړونکي وويل چې سپی لرې کړئ که هرڅه وي تاسو ته څه نه وايو. موږ پنځه واړو ورونو چې مشر يې زه او کشر ورور مې عبدالمجيد (پردېس) چې هغه زمان درې کلن ماشوم و، سپی راخلاص کړ او لږ لرې مو د برنډې له پايې وتاړه.
روسانو زمکه وکنله ټوپکونه يې له خاورو راوويستل او د برنډې په بله پايه کې یې ځوړند کړه او په بېړه له کوره ووتل.
ژباړونکي د وتلو په وخت کې غږونه کول چې بېغمه اوسئ هېڅوک تاسو ته څه نه وايي. تر هغې چې موږ دلته يو بل چاته اجازه نه ورکوو چې دتاسو کور تلاشي کړي روسان ووتل مور مې له غوږه راکش کړم عکس يې رانه واخېست په ځيرځير يې ورته وکتل او بیا یې موږته وویل چې دا دوروسانو کوم مشر قوماندان دی بچیانو خپل خوريي ته دعا وکړې چې دا عکس يې ماته راکړی وه، که دا عکس نه وای نن به وروسانو موږ ټول وژلي وای.
هغه وخت چې ما نهه کاله عمر درلود او په دې نه پوهيدم چې سينما څه ته وايي یوازې د امیتابچن او ابیشکبچن نومونه مې په میخانیک ډول زده کړي وه، خو د وخت په تېرېدو په دې پوه شوم چې په ۱۳۵۹ کال کې اميتابچن د هندي فلمونو سُپر سټار هيرو و چې روسانو ورسره ډېره مينه درلوده او په ټول شوروي کې د يو خاص شهرت نه برخمن و وروسانو ته دا موضوع ډېره عجيبه ښکاره شوې وه چې په داسې يو وروسته پاتې سيمه کې چې د ژوند هېڅ ډول اسانتيا نه لري دا بېوزله ماشوم اميتابچن لا پرېږده چې زوی يې هم پيژني، خدای خبر چې په موږ يې د چا ګومان وکړ، الله پاک خپله ښه پوهېږي . ۱۲/۲/۱۳۹۳