چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد انسټاګرام پلویان په ډېرېدو دي

د انسټاګرام پلویان په ډېرېدو دي

تاند- د فېسبوک، ټویټر او نورو ټولنیزو رسنیو ترڅنګ نن سبا د انستاګرام پلویان مخ پر ډېرېدو دي.

اوس په میاشت کې د انسټاګرام د کاروونکو شمېر تر ۵۰۰ ملیونو اوښتی دی. د دغو کسانو په منځ کې ۱۰۰ ملیونه امریکایان دي.

انسټاګرام نه دي ویلي چې کاروونکي یې د ورځې څومره وخت پکې تېروي خو وايي چې د پخوا په پرتله له دې ټولنیزې شبکې د کاراخیستونکو شمېر او پکې د وخت تېرولو موده خورا زیاته شوې ده.

انسټاګرام وايي چې د ورځې ۳۰۰ ملیون تنه له دې ټولنیزې شبکې کار اخلي.

دا وروسته له دې چې انسټاګرام د فېسبوک له لوري وپېرل شو، په دغه شبکه کې تر ټولو چټک پرمختګ دی.

په تېرو دوو کلونو کې د دې شبکې د کاروونکو شمېر دوه برابره شوی دی.

د دې شبکې له لارې خلک تر ۹۵ ملیونو زیات عکسونه شریکوي او ۴ ملیارده او ۳۰۰ ملیون عکسونه او ویدیوګانې یې لایک کېږي.

انسټاګرام او ژباړه

انسټاګرام ویلي و چې د جولای له میاشتې څخه به په خپله شبکه کې د ژباړې وړتیا زیاته کړي.

انسټاګرام به په اتومات ډول د عکسونو شرحې او د کاروونکو پېژندګلوي ژباړي.

انسټاګرام، چې د کاروونکو عکسونه شریکوي، وايي چې دا نوې اسانتیا به په اتومات ډول په هغه ژبه چې کاروونکي یې غوره کوي، د عکسونو توضیح او پرې تبصرې ژباړي.

کاروونکی باید ژبه په خپل اپ کې تنظیم کړي. د دې اسانتیا زیاتېدا به انستاګرام د ټویټر او فېسبوک په شان د مخکښو ټولنیزو شبکو په کتار کې ودروي. فېسبوک او انسټاګرام دواړه اتومات ترجمه لري.

انسټاګرام وايي چې د ژباړې اسانتیا به په جولای کې زیاته شي، خو ممکن د اوس لپاره ځیني پخواني پوسټونه او ځیني ژبې ونه ژباړي.

څنګه په انسټاګرام کې ملګري زیات کړو؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب