یکشنبه, مې 19, 2024
Homeداسې هم شتهساینسله یوې نوې لارې د تک تور رنګ چوړېدا

له یوې نوې لارې د تک تور رنګ چوړېدا

تاند- د بریتانیا په جنوب کې د رنګ جوړولو یوه شرکت داسي تور رنګ جوړ کړی چې تراوسه پوري نه دی لیدل شوی.

دا ډول تور رنګ د سپوږمکۍ او مخابراتي سیستمونو د تولید، پوځونو او هنرمندانو لپاره پکار دی.

د تک تور رنګ د موندلو لپاره د اوولسمې پېړۍ نامتو هالنډي انځورګر رامبراند خپل شاګردان مسلخونو ته لېږل چې د حیواناتو هډوکي ټول کړي او بیا یې وسوځوي. دوی به د هډوکو ایرې له نباتي غوړو سره اخښل او تک تور رنګ به یې ورڅخه جوړاوه.

خو اوس دا ده درې نیمې لسیزې وروسته د بریتانیا د نیوهاون ښار ساینسپوهان د داسي تور رنګ په جوړولو بریالي شوي چې تراوسه تر دې تور رنګ نه و او پر هغه یې ونتابلک یا تک تور نوم ایښی دی.

د سري ننو سیستم (Surrey Nano Systems) کمپنۍ په وینا د دغه رنګ په جوړولو کې له هډوکي کار اخیستل شوی نه دی، بلکې د کاربون د الیکترومقناطیسي جذب او انعکاس له خاصیته او او نانو تکنالوژۍ څخه کار اخیستل شوی دی.


LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب