یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد ۱۰۰ سایسنپوهانو خبرداری

د ۱۰۰ سایسنپوهانو خبرداری

تاند- د تکنالوژۍ او مصنوعي مازغو څه باندې ۱۰۰ متخصصانو په یوه ګډ لیک کې له ملګروملتو وغوښتل چې د قاتلو روباټونو په نوم له مشهورو شویو سمارت یا ځیرک وسایلو څخه د کار اخیستلو د پراختیا مخه ونیسي.

وژونکی یا قاتل روباټ یوه اتومات وسله ده چې د انسان له لاسوهنې پرته هدف پخپله انتخابوي. که څه هم اوس لا له دې وسلې کار نه اخیستل کېږي خو ساینسپوهان یې جوړولو ته خورا نژدې شوي دي.

د ټیسلا د الیکترونیکي موټرو د بنسټګر ایلان ماسک په شمول دغو سلو متخصصانو د جګړې په صنعت کې د درېم انقلاب د خطر په وړاندې خبرداری ورکړی دی.

دوی په ځانګړي ډول له ملګروملتو غوښتي چې دا تکنالوژي دې د ډله ییزو وژونکو وسلو ترڅنګ، چې ملګروملتو پرې بندیز لګولی دی، ممنوع شي او جوړول او پراختیا ورکول دې یې ودرول شي.

په لیک کې سایسنسپوهانو ویلي چې اتومات وسلې هغه افسانوي بکس ته ورته والی لري چې پنډورا نومېږي او ویل کېږي چې که پرانیستل شو پر مځکه به مصیبتونه او غمونه نازل شي.

دوی دا خبره په دې خاطر کوي چې که یو ځل دا وسلې جوړې شوې بیا به د انسان له کنتروله ووځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب