شنبه, اپریل 27, 2024
Homeکالمونهقرارافغان امریکا اړیکې، متقابلې اړتیاوې او مهمه پایله/مجید قرار

افغان امریکا اړیکې، متقابلې اړتیاوې او مهمه پایله/مجید قرار

یوې خورکۍ پوښتنه کړې چې امریکا په افغانستان کې څه کوي، او موږ ولې باید ملګرتیا ورسره ولرو؟

که څه هم دا د لنډ بحث موضوع نه ده، پراخ ابعاد لري، د توطیو د تیوریو لپاره د ځغاستې پراخې ورشوګانې لري او په مذهبي او نورو لحاظونو پراخ حساسیت هم لري خو مهمه او حیاتي موضوع ده او باید بحثونو ته پرې دوام ورکړو. امریکا او افغانستان دوه داسې ملتونه دي چې د آزادۍ په مینه مشهور دي، د افغانستان ولس په دوو وروستیو نړیوالو جګړو کې چې د روس خلاف جګړه او بیا د ترهګرۍ پر خلاف جګړه ده، د امریکې په طرف پاتې شوی. که څه هم امریکا دغه طرفدارۍ د نورو، په تېره د پاکستان د غمازۍ قرباني کړې خو داسې ښکارېږي چې ورو ورو دا درک کوي چې ورو ورو د افغانانو پر قابلیت، وړتیا، باوریتوب او اهمیت رسېږي. د دواړو هېوادونو اړیکې که څه هم د یوه اوږدمهالې ستراتیژیک تړون په چوکاټ کې تنظیمېږي خو د دې اړیکو محرک لاملونه تر یوه عادي تړون ډېر غښتلي او ژور دي. غواړم په لنډه توګه د دوه اړخیزو ضرورتونو یو لنډ بحث چې نه جامع دی، نه مانع دی، مطرح کړم، خو دا چې جامعیت او مانعیت یې ډېر کار غواړي، اوس د وروستیو تحولاتو د حساسیت پر بنسټ د دې بحث ځینې عنواني مسایل دلته ذکر کوم.

د افغانستان ضرورت:
خور ته دې وویل شي چې افغانستان په سیمه کې د درنده لېوانو، پاکستان، چین، روس، آیران، پاک ترکي بلاک او حتی ځینو تازه ببرو شویو شغالانو په منځ کې پروت دی. افغانستان که له د باندې څخه تکیه ونه لري، دا لېوان یې هر یو داړلو ته داړې تېروي.

د نورو او امریکا تفاوت دا دی چې: ۱) امریکا افغانستان ځان ته نه ضمیمه کوي، خو روس، ایران او پاکستان یې عملا د ضمیمه کولو نقشې لري او چین د نفوسو انفجار که څه هم اوس کنټرول دی خو ظرفیت یې لري. نو دې ټولو ته نیږدې کېدل خطرناک دي او امریکا په دې لحاظ دومره خطرناکه نه ده.

۲) د کانونو د استخراج په برخه کې هم امریکا هومره خطرناکه نه ده لکه دغه هېوادونه چې بیا هم ښایي د کانونو لپاره ځمکه اشغال کړي او که قراردادونه هم اخلي نو امریکا بیا دلته خپل لېبر نه کاروي خو دغه هېوادونه د مزدور له لحاظه سرشاره دي او د عادي پروژو لپاره هم خپل وږي پر افغانستان را نازلوي.

۳) له امریکا سره زموږ ارزښتونه ډېر اړخ لګوي. امریکا یو ډیموکراټ هېواد دی، د چین، روس په پرتله له موږ سره په ولسي کچه هومره ایډیالوژیک مشکل نه لري. په شرعي لحاظ هم د ملحد او مشرک په پرتله اهل کتاب مسلمانانو ته نیږدې دي او د سیاسي سیسټم په لحاظ هم تر کمیونیزم، مطلق العنانیت او نظاميتوب په پرتله ډیموکراسي هم د افغانستان ټولنیز ضرورت او هم د افغانانو مزاج ته نیږدې ده.

۴) همدا اوس د افغانستان، سیاسي، نظامي او اقتصادي درېواړه تکیې پر امریکا دي. که د امریکا مداخله نه وای خلیجي هېوادونو، او ګڼو نورو اسلامي هېوادونو به له سره دلته سفارتونه نه درلودای. همدا اوس چې امریکا له افغانستانه پښې سپکې کړي تر ټولو مخکې به سعودي خپل ډپلوماټان کموي، بیا ترکیه، بیا ایران او بیا نور مسلمانان. همدا اوس زموږ د تعلیمي ادارو، پراختیایي پروژو، بشري مرستو، نظامي ادارو، او ملي اقتصاد په رګ رګ کې امریکایي ډالر چلېږي او له دې خبرې آن کټر ټالیبان هم انکارنشي کولای.

د امریکا ګټې:

۱) امریکا هم په دې سیمه کې د افغانستان محتاجه ده. له افغانستان سره د امریکا اړیکې له یوه هېواد سره د امریکا اړیکې نه، بلکې له یوې سیمې او یوې حوزې سره د امریکا اړیکې دي. د سړې جګړې پر مهال روس ته د افغانستان د نیږدېکت له امله امریکا د پاکستان په غوره کولو غلط موقعیت انتخاب کړی و. له پاکستانه سیمه نه کنټرولېږي، له افغانستانه کنټرولېږي. د افغانستان د جهاد پر مهال دا خبره امریکا ته عملا ثابته شوه چې اصلي موقعیت افغانستان دی. امریکا د یوه نړیوال ځواک په توګه په دغسې حساسه او مهمه نقطه کې خپل حضور ساتلو ته ضرورت لري. له بله اړخه تر دوه زره دیارلس را وروسته اکثریت سروې ګانې ښیي چې امریکا په افغانستان کې د سیمې د بل هر هېواد په پرتله زیات ولسي ملاتړ لري او اکثریت وګړي یې د امریکا پاتې کېدلو ته په مثبته سترګه ګوري.

۲) افغانان د امریکا د سترو دښمنانو، روس، ترهګرۍ او په راتلونکي کې د ایران او سیمه ییزو ترهګرو دولتونو پر خلاف د امریکا په څنګ کې تر ټولو غښتلي جنګیالي هم پاتې شوي دي. دا چې دا جنګیالیتوب د افغانانو مجبوریت دی، بیل بحث دی خو امریکا ته هم دغسې سرشاره بشري قوه او دغسې ژمن ولس بل په لاس نه ورځي. په همدې اعتبار، امریکا په افغانستان کې هم پراخې ولسي پانګونې او هم اوږدمهالې ډپلوماټیکې پانګونې ته ژمنه ده. د مهاجرت په تګلارو کې افغانانو ته ځانګړي امتیازات ورکول او د شاوخوا شل زره نویو افغان کورنیو راتګ او د زرګونو کدرونو لپاره د تخصص زمینې برابرول یې ښایي یوه برخه وي.

۳) امنیتي ګواښ: اوسنۍ جګړه د نریټیفونو جګړه ده او افغانستان هم د افراطي مذهبي نریټیف، هم د تاریخي نریټیف او هم د معاصر ایډیالوژیک نریټیف پر اساس د بې ثباتۍ غوښتونکیو حرکتونو د خېز د تختې حیثیت لري. له دې ځایه په شام کې د امویانو حکومت نسکور شو. له دې ځایه په اصفهان کې د صفویانو نظام نسکور شو، او له دې ځایه د هندوستان حکومتونه نسکوېدل. دا یې تاریخي اړخ دی. د راتلونکیو د پېشبینیو مطابق هم افغانستان د مهدي د لښکرو د هډې په شکل، او د تورو بیرغونو د ظهور د مرکز په حیث د یوه ایډیالوژیک نریټیف برخه دی چې همدا اوس داعش، ټالیب او د آی ایس آی نور ځري له دغه نریټیف څخه چې د قیامت د علامو د سلسلې په توګه یاد شوی دی پراخه او سیسټماټیکه ګټه اخلي او له دې ځایه د منځني ختیځ، ایران، منځنۍ آسیا او هندوستان پر خلاف سنګر نیسي چې بیرته د امریکا ګټې او د نړۍ ثبات ګواښي.

پایله:

افغانان د تاریخ او خپل وجود په داسې مرحله کې نه دي چې په خپل سر، مستقل او خپلو منابعو تکیه ژوند وکړي. دوی په سیاست کې د موازنې او پرتلې د فقهې پر اساس مجبور دي د لږ ښه او لږ ډېر ښه او بد او بتر تر منځ انتخاب وکړي. په همدې اعتبار، تر دې چې ناموسونه یې لکه د بنګالیانو، د کراچۍ او خلیج په بازارونو پلورل کېږي، تر دې چې له هېواده یې د جنګونو د سوق د مرکز کار اخیستل کېږي، تر دې چې وږي ګاونډیان یې یو بل ته د ضمیمې خوبونه ویني او لاسپوڅې ډلې پکې روزي، دا ورته بهتره ده چې د خپل ملي حکومت لپاره ملاتړ پیدا کړي او له داسې چا سره تار وغځوي چې لږ تر لږه ارضي طمعه، او د ځمکې د پیوستون وېره ورڅخه محسوسه نه وي، مزدور یې سړیخوب او وږی نه وي، کباړي نه وي، ځنګلونه او د مړیو هډوکې یې نه تښتوي او کانونه یې خام نه انتقالوي.

په همدې اعتبار، په ټولو ضررونو سربېره افغانستان دا وخت له امریکا سره ښو اړیکو ته ضرورت لري. له امریکا سره ښې اړیکې له سعودي، اماراتو، مصر، ترکیې، هند، او د نړۍ له هغې برخې سره د ښو اړیکو په معنا ده چې زموږ کلتوري، مذهبي او سیاسي اړیکې ورسره ضروري دي. په دې سربېره، له امریکا سره ښې اړیکې د منځنۍ آسیا هېوادونه د روس له انحصاره را ایستلای او بشپړې ازادۍ ته رسولای او د مسلمانانو یوې سترې کتلې ته نجات ورکولای شي.

4 COMMENTS

  1. سلامونه
    ورور مجید قرار! تهء هم پخپل وار ښه واېې ، یععنې ډیر ښه نه، لږ ښه!!

    د امریکا متحده ایالاتو سره خو افغانستان د ارواښاد م.ظاهر شاه خان (بابای ملت) دوره او اخوا دیخوا دورو کې ښې اړیکي درلودل او ولسونوغوشتل او غواړي دا اړيکې په پوهنیز،زراعت، تخنیک، صنعت ، نظامي-سیاسي ا.د.ن. ساحو کښې دوام ورکړي مګر نه د ۹/۱۱ د ډرامې مافیا، د فاسدو او فاسقو کاغذي پُف کړیوزورسالاري ، او د پوکستاین او فارس -ایرون سره د بوسو لاندې اوبو تیرولو او ما او تا په وژلو په بیه!!؛ افغانانو ۵۰۰۰۰ کاله بې له اجنبیانو او بیګانه ګانو له احتیاجه د خپلو خاورو+اوبو او نورو الهي نعمتونو په استعمالولو خپل ژوندونونه، مبارزې ا.د.ن. پر مخ بیولي او همهاغه د (خدای،وطن او ولس ) ته په پوره ایمان او توکل د امپراطوریو تر جوړولو پورې رسیدلی و.اوس هم متقابل احترام

    دلته به د مسټر ټرامپ دا مشهورې کمپایني خبرې “امیریکا فُرسټ!” په ځواب یو لڼډ افغاني له خپل نظره ولیکم او هم هیله ده تاند لوستونکي د خپلواکۍ دې ۹۸-۲۷۰(له امان الله خان تر احمد شاه بابا دورو) کلیزو کښې دا خپل فکرونو کښې ونيسي چه: ؟ * د اِې-بي-سي په اساس هم… اَفغ… له اَمر… مخکې راځي.
    په درناویو.

  2. Afghanistan First!

    Af is b4 Am!! Haha.

    وبخښئ تاندوالاوو، مخکې کمڼټ کې دا جمله کمبوت سوې وه!!.
    ډ. ز.ح.

  3. Afghanistan First!
    Af is b4 Am!! Haha.
    وبخښئ تاندوالاوو، مخکې کمڼټ کې دا جمله کمبوت سوې وه!!.
    ډ. ز.ح

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب