چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeداسې هم شتهساینسچین تر ټولو د چټک رېلګاډي سرعت نور زیات کړ

چین تر ټولو د چټک رېلګاډي سرعت نور زیات کړ

تاند- د چین چټک رېلګاډي، چې په نړۍ کې یو تر ټولو تېز رېلګاډي ګڼل کېږي، یو ځل بیا سرعت زیاتوي.

په ۲۰۱۱ م کال په دوو پېښو کې، چې دغه تر ټولو تېز رېلګاډي ورسره مخامخ شول، ۴۰ تنه مړه شول او ورپسې وپتېیل شوه چې د رېلګاډي سرعت په ساعت کې ۳۰۰ کیلو مترو ته راټیټ شي.

د چین د رېلګاډو اداره وايي چې له راتلونکې اوونۍ به دغو رېلګاډو ته اجازه ورکړل شي چې خپل سرعت په ساعت کې له ۳۰۰ کیلو مترو ۳۵۰ ته زیات کړي.

په ساعت کې د ۵۰ کیلو متره سرعت د زیاتېدو له کبله به د چین د دوو سترو ښارونو پیکینګ او شانګهای ترمنځ مزل یو ساعت رالنډ شي.

د چین دا رېلګاډي په خورا پرمختللې اتومات تکنالوژۍ سمبال دي؛ کله چې خطر وي یا پېښه وشي، پخپله خپل سرعت کموي او حتي درېږي.

دا هیواد غواړي چې د خپلو چټکو رېلګاډو سرعت په ساعت کې ۴۰۰ کیلومترو ته ورسوي.

د چین د چټکو رېلګاډو شبکه یا رېلار نژدې ۱۹۹۶۰ کیلو متره اوږده ده.

خو د نړۍ تر ټولو چټګ رېلګاډی جاپان جوړوي.

جاپان د الوتکې هومره چټک اورګاډی جوړوي

جاپان غواړي تقریباً د الوتکې هومره تېز مګلو اورګاډی جوړ کړي.

جاپان پخوا هم د مګلو یا ماګلو رېلګاډي جوړ کړی. دا اورګاډی له رېل یا پټلۍ لږ لوړ حرکت کوي.

د سي این این تلویزیون د راپور له مخې جاپان په ۱۹۶۴ میلادي کال کې، چې د المپیک سیالیو کوربه و، د شینکانس د چټک یا ایکسپریس رېلګاډی افتتاح کړ، چې په نړۍ کې یې د چټکوالي له پلوه ریکارډ جوړ کړ.

توکیو به په ۲۰۲۰ م کال بیا د المپیک سیالیو کوربه وي او داسي ښکاري چې دا ځل جاپان لا چټک رېلګاډی د المپیک لوبو نندارچیانو ته وښيي.

دا مګلو اورګاډی تېر کال د فوجي غره ته نژدې تجربه شو چې په ساعت کې د ۶۰۲ کیلومتره مزل کولی شي چې دا یو بل ریکارډ دی.

حاضردمه مګلو رېلګاډی تر دې په لږ سرعت د چین په شانګهای او چانګهای او د جنوبي کوریا په اینچیون ښارونو کې فعاله دي.

ټاکل شوې ده چې مګلو رېلګاډی د جاپان توکیو او ناګویا ښارونو ترمنځ تګ راتګ پیل کړي. دا رېلګاډی به د دغو دوو ښارونو ترمنځ تګ ۲۵۶ کیلومتره واټن په ۴۰ دقیقو کې ووهي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب