Homeداسې هم شتهساینسد چټک انترنیټ ۵ مخکښ هیوادونه

د چټک انترنیټ ۵ مخکښ هیوادونه

تاند- سره له دې چې اتنرنیټ امریکایانو جوړ کړی خو تر ټولو چټک او تر ټولو عام انترنیټ په نورو هیوادونو کې دی.

له ډېرو کلونو راهیسې جنوبي کوریا د چټګ انترنیټ د لرلو له کبله مخکښه ده. خو سږ کال وضعیت لږ بدل شوی دی.

د چټک انترنیټ له نظره د ۲۰۱۷ کال د ۵ لومړیو هیوادونو په لیست کې لومړی نوم د هانګ کانګ دی.

د هانګ کانګ د براډبانډ کنکشن د سرعت متوسط ۵۴ ایم بي دی. یوازې ۸۳ ثانیې پکار دي چې یو اوږد ایچ ډي فلم ډاونلوډ کړئ.

ورپسې جنوبي کوریا ده. په دغه هیواد کې د انترنیټ سرعت ۴۸ اعشاریه ۸ ایم بي دی. په جنوبي کوریا کې یو اوږد ایچ ډي فلم په ۹۲ ثانیو کې ډاونلوډېږي.

جاپان درېم دی.

په جاپان کې د داونلوډ سرعت ۴۲ اعشاریه ۲ دی. او اوږد ایچ ډي فلم پکې په ۱۰۶ ثانیو کې ډاونلوډېږي.

لاتویا څلورم مقام لري.

په دغه اروپايي هیواد کې د انترنیټ سرعت ۳۷ اعشاریه ۵ ایم بي دی. د اوږد ایچ ډي فلم د ډاونلوډولو لپاره ۲ دقیقې پکار دي.

رومانیا ۵ ځای لري.

په دغه اروپايي هیواد کې، چې تر اکثرو اروپايي هیوادونو وروسته پاتې دی، د انترنیت سرعت ۳۷ اعشاریه ۷ ایم بي دی.

د اکثرو اروپايي هیوادونو په عمومي ځایونو لکه شاپینګ مالونو (مارکیټونو)، تمځایونو، بسونو، هوايي ډګرونو، هوتلونو، رستورانونو، دفترونو… کې انترنیټ وړیا دی خو د انترنیټ په پنخوونکي هیواد کې لا هم په ډېرو ځایونو کې انترنیټ وړیا نه شئ موندلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...