پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeروغتیاد منځني عمر لرونکي یاید چټک وګرځي

د منځني عمر لرونکي یاید چټک وګرځي

تاند- په انګلیستان (انګلنډ) کې روغتیايی چارواکو د منځني عمر له لرونکو خلکو وغوښتل چې د صحتمن پاتې کېدو لپاره په لاره چټک ګامونه واخلي.

دوی د دې خبرداري په ترڅ کې چې نه فعالیت یا نه کرځېدا د انسانانو عمر لنډوي، پر هغو کسانو، چې عمرونه یې د ۴۰ او ۶۰ کلونو ترمنځ دی، ږغ وکړ چې زیات وګرځي او د تګ په مهال چټک ګامونه واخلي.

د بي بي سي د راپور له مخې، د انګلیستان د عامې روغتیا ادارې د ۴۰ او ۶۰ کلونو ترمنځ کسانو څخه غوښتي چې منظمه ګرځېدا پیل کړي.

دا اداره وايي چې د ورځې یوازې ۱۰ دقیقې پلی تګ د انسان پر روغتیا او د عمر پر اوږدوالي ژور اغېز لرلی شي؛ مثلاً د ژر مړینې خطر تر ۱۵٪ پورې کموي.

دا اداره اټکل کوي چې په انګلیستان کې په هرو ۱۰ تنو کې، چې عمرونه یې د ۴۰ او ۶۰ کلونو ترمنځ دي، ۴ تنه د میاشتې حتي ۱۰ دقیقې پلي نه ګرځي.

دا دولتي روغتیايی اداره د (Active 10) اپ له لارې خلک ګرځېدا ته هڅوي او ورڅخه غواړي چې دا اپ په خپل موبایل کې انسټال کړي.

دې اپ ډېر خلک هڅولي چې وګرځي او ځان ته معلومه کړي چې د ورځې څومره ګرځي.

سرچینه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...