تاند- ساینسپوهان وايي چې داسي پروتین یې موندلي چې د سرطان او ایچ آی وي ناروغیو په وړاندې د واکسین کار کولی شي.
د امریکا په باسټن پوهنتون کې څېړونکي وايي، د پروب (Prob) په نوم په پروتینو کې یې، چې له (تایسریا مننجیتیدیس) باکتریا دباندې موندل کېږي، بدلون راوستی او له هغه څخه یې د واکسیسناسیون د عکس العمل د رامنځته کوونکې وسیلې په توګه کار اخیستی دی.
اوس د ګڼ شمېر سرطانونو درملنه په هغه صورت کې کېدای شي چې ناروغي په وخت تشخیص شي خو د سرطان د مخنیوي لپاره د واکسین د جوړولو هڅو تراوسه نتیجه نه ده ورکړې.
تر دې وړاندې هم ډېرې هڅې شوي خو د دې پېچلې ناروغۍ په مخنیوي کې ناکامې شوي دي.