Homeکلتورسینماد نړۍ تر ټولو ډېر عاید لرونکې سینمايي لوبغاړې

د نړۍ تر ټولو ډېر عاید لرونکې سینمايي لوبغاړې

تاند- امریکايي سینمايي ستورې اما سټون په تېرو ۱۲ میاشتو کې ۲۶ ملیون ډالره عاید ترلاسه کړی او په ۲۰۱۷ م کال کې د نړۍ تر ټولو زیات عاید لرونکې ښځینه سینمايي لوبغاړې وګڼل شوه.

۲۸ کلنې سټون په وروستیو کې پر هالیووډ په دې خاطر سخت انتقادونه کړي ول چې د ښځینه او نارینه سینمايي لوبغاړو او کارکوونکو ترمنځ توپیر کوي.

له اغلې سټون وروسته جینیفر انیسټن د عاید له پلوه په نړۍ کې دوهمه ښځینه لوبغاړې ده. انسټین هم امریکايي ده او په یوه کال کې یې ۲۵ ملیونه او ۵ لکه ډالر ترلاسه کړي دي.

انسټین په ۲۰۱۶ کې ۴۶ ملیون ډالر او په ۲۰۱۵ کې ۵۲ ملیون ډالر ګتلي و او دواړه ځلې د کال تر ټولو زیات عاید لرونکې ښځینه لوبغاړې ګڼل شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...