تاند- دا بوټونه تازه جوړ شوي او لوی ابتکار پکې دا شوی چې برسېرن پوښ یې بدلېدای شي.
د دغو بوټونو برسېرن پوښ له ټوکره جوړ شوی چې مینځل کېدای شي او له بلې خوا رنګ یې له خپلو جامو سره متناسب بدلولی شئ.
د دغو بوټونو جوړوونکې کمپنۍ باور لري چې په خپل دې محصول به د څرمن د بوټونو دوران پای ته ورسوي. ځکه چې رنګولو ته اړتیا نه لري او به بلې خوا د څرمن د بوټونو په شان یې استعمالوونکی مجبور نه دی چې تر پایه یو رنګ بوټونه ولري.
دې ډول نوښتونو، چې ممکن ډېرو ته خورا اسانه او کوچني ښکاره شي، په پرمختللیو هیوادونو کې ډېر خلک ملیونران کړي دي.