چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeخپلواکيشاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر عبدالرحمن خان لمسی، د امیر محمد افضل خان کړوسی او د امیر دوست محمد خان كودى دى. د امان الله خان مور سرور سلطانه بېګم نومېده. سلطانه بیګم د لوی‌ناب ایشک آقاسی شیردل خان بارکزي لور وه چې له سترې کورنۍ نه ګڼل کېده. کله چې په ٢٠ د فبروري په ۱۹۱۹ زېږيز کال کې د ده پلار د لغمان په كله گوش کې شهيد شو؛ غازي امان الله خان په هغه وخت کې د کابل والي و او د کابل د پوځ او خزانې ټول واک یې په لاس کې و؛ نو داسې مهال چې د نوموړي تره عنایت الله خان په ننګرهار کې و او غوښتل یې چې د خپل ورور ځای ونیسي؛ نو ده په کابل کې د خپلې پاچاهۍ اعلان وکړ.

نوموړي د انګرېزي قواوو پر وړاندې د خپلواکۍ غږ اوچت کړ او افغانستان یې د نړۍ د نورو خپلواکو هېوادونو په څېر یو آزاد هېواد یاد کړ. غازي امان الله خان د کابل په مرادخانۍ سیمه کې داسې مهال چې پر آس سپور و، خپله تېره توره را واېسته او دا اعلان یې وکړ چې افغانستان د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر یو خپلواک هېواد دی.

غازي امان الله خان ډېر ژر د افغانستان د خلکو او قبايلو ملاتړ ترلاسه کړ او په همدې توگه لس کاله د افغانستان پاچا پاتې شو. ده سمدلاسه د سیمې ځینو هېوادونو ته د افغاني استازو استولو ترڅنګ خپله کابینه هم جوړه کړه. اعليحضرت امان الله خان دې ته ډېر لېواله و ، چې هېواد يې پرمختگ وكړي او د نړۍ له پرمختلليو هېوادونو سره سيال شي او په همدې موخه یې د هېواد لپاره ګڼ بنسټیز کارونه ترسره کړل. نوموړي د خپلې واکمنۍ پر مهال په هېواد کې د اصلاحاتو رامنځته کولو ترڅنګ په سیاسي، اقتصادي، پوهنیزې، پراختیایي او نورو برخو کې ګڼ شمېر اقدامات وکړل، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره یې ډېپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې پراخې کړې.

ګل محمد پښتون

غازي امان الله خان د اصلاحاتو په برخه کې ځینې اقدامات وکړل چې تر ټولو مهم یې د قوانینو طرح او تطبیق، د پوهنیز بهیر پراختیا، د لسګونو مجلو او جریدو رامنځته کېدل او خپرېدل، په اقتصادي برخه کې د ګڼو پروژو تطبیق او د نړۍ بازارونو ته د افغاني صنایعو لار پیدا کول او د هېواد په داخل کې د نویو ښارونو جوړېدل شامل وو.

د افغانستان اساسي قانون د شاه غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د لویې جرګې له لوري تصویب او تایید شو.

امان الله خان د سپېڅلې او پیاوړې ارادې، کلک هوډ، ډېر زغم او تدبیر خاوند و. ښه د وینا مهارت یې لاره او کله به یې چې خبرې کولې، مقابل لوری به یې تر ژورې اغېزې لاندې راووست. نوموړي د مشروطیت غوښتونکو غورځنګ په فعالیتونو کې هم بشپړه ونډه اخیسته او د خپلې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې یې د یاد غورځنګ غړي چې د ده د پلار امیر حبیب الله خان له خوا بندیان شوي وو، خوشې کړل، څو د هېواد په رغاونه او نورو پرمختیايي برخو کې د یادو روڼ اندو څخه ګټه واخلي.

امان الله خان يو ځوان هېوادپال شخصيت و ، چې د افغانستان د سمسورتيا او پرمختيا لپاره يې ډېرې هلې ځلې وكړې ، خو له بده مرغه چې د پرمختيا او سمسورتيا په لار كې ورته يوه مكار دښمن (انګرېزانو)كمين نيولى و او امان الله خان يې په دغه لار وړاندې تگ ته پرېنښود. امان الله خان د خپل پلار د مرگ پر اوومه ورځ ملت ته په وينا كې داسې وويل: “اى د افغانستان معظم ملته! ما د پلار د شهادت پر وخت د سلطنت وكالت په كابل كې پر غږړه درلود او اوس په هغه اصالت د امانت دروند بار متوكلاً او متعصماً پر غږړه اخلم. كله چې ستر ملت زما پر سر د پاچاهۍ جوغه كېښودله، ما عهد وكړ چې د افغانستان دولت به لكه د نړۍ نورو مستقلو قدرتونو د هېواد په داخل او خارج كې ازاد او مستقل وي ، د افغانستان خلك به د قانون تابع وي ، بېگار او نور جبري كارونه به بند وي . دلته به ډېر اصلاحات راځي، چې هېواد په نړۍ كې خپل مناسب ځاى ومومي، زه به د “شاورهم فى الامر” پر اساس د هېواد چارې اجرا كوم، تاسې به د خپل دين او هېواد په چارو كې ډېر هوښيار اوسئ او په بيدارۍ به وطن ساتئ. زه تاسو، ټول اهل اسلام او ټول بني نوع انسان ته خير او سعادت غواړم.

كله چې اعليحضرت امان الله خان انگرېزانو ته د افغانستان خپلواكي اعلان كړه، انگرېزانو هېڅ غوږ پرې ونه گراوه، نو ځكه اعليحضرت اړ شو چې د انگرېزانو په وړاندې د غزا او جهاد اعلان وكړي. افغان ملت په ډېر وخت كې انگرېزانو ته ماته وركړه. انگرېزانو چالاكي وكړه، د خپلې شرمېدونكې ماتې د پردې كولو لپاره يې د سولې خبرې پيل كړې او د افغان غږزيانو د لا نورې پرمختيا مخنيوى يې وكړ. د هېواد د فرهنگ د غوړېدا په لړ كې د اعليحضرت امان الله خان لومړى گام د امان افغان خپرول وو، چې لومړۍ گڼه يې د ١٩١٩ زېږيز كال د اپرېل پر ١٢مه د عبدالهادي داوي په مديريت خپره شوه. دغې خپرونې د خلكو د ذهنونو په روښانولو كې پوره ونډه واخيسته او هېوادوالو ته يې د هېواد د پرمختيا لورى په گوته كړ. د مطبوعاتو په برخه كې بيا وروسته په لسگونو نورې جريدې او مجلې خپرې شوې او په هر ولايت كې يوې جريدې خپرونې كولې. همدا وخت د ارشاد النسوان په نامه د ښځو يوه خپرونه هم وه. د قانون جوړلو په برخه كې امان الله خان د ١٩٢٢ زېږیز كال د فبروري پر ٢٩مه په جلال اباد کې د ملت د٨٧٢ استازيو په ګډون لویه جرګه جوړه کړه او په 1923 م کال کې یې د افغانستان لومړنی اساسي قانون تصويب كړ.

په اقتصادي برخه كې يې د صنايعو انكشاف ته پوره پام وكړ او په بانديني تجارت كې افغاني پيداوارو د نړۍ ماركېټونو ته لاره ومونده. په عمراني برخه كې نوي ښارونه جوړ شول او د كابل ښار له پخوا څخه څو چنده پراخ شو. د ولايتونو تر منځ لارې او سړكونو له سره جوړ شول او په لارو كې د مسافرو د هوساينې لپاره هوټلونه جوړ شول.

اعليحضرت افغان زده كوونكي د لوړو زده كړو لپاره بهرنيو هېوادونو ته په دې موخه واستول چې د هېواد په بشپړه اّبادۍ او سمسورۍ كې برخه واخلي. خو له بده مرغه ځينو شر غوښتونكيو د پاچا دغو ټولو ښو كارونو ته بل نوم او عنوان وركړ، پاچا ته يې سردرد او د پرمختيا د كارونو په وړاندې يې خنډونه جوړ كړل. كله چې اعليحضرت امان الله خان د هېواد د لا پرمختيا په هيله د ١٩٢٧ زېږيز كال په وروستيو كې د اروپا په سفر ووت او چې بېرته له سفره راستون شو ، د پاچا د اصلاحي كارونو په وړاندې خنډونه لا نور هم زيات كړل شول. او بيا د سقاو زوى اړى گړى جوړ كړ. اعليحضرت و نه غوښتل چې په هېواد كې يې وينه تويه شي او د ١٩٢٩ زېږيز كال د جنوري په لومړۍ اوونۍ كې يې استعفاء وركړه او پر ځاى يې خپل ورور عنایت الله په پاچاهۍ وټاكه. خو د سقاو د زوى په سر كې د پاچاهۍ نېشه وه، ارگ يې کلابند كړ او اعليحضرت عنايت الله هم له پاچاهۍ لاس په سر شو. همدا مهال اعليحضرت امان الله خان د کندهار له لارې هند او له هغه ځايه بيا  اېټالیا ته ولاړه، هملته يې له هېواده لرې ژوند غوره كړ او د ١٩٦٠ كال د اپرېل پر ٢٦مه يې له دې نړۍ سترگې پټې كړې. اروا يې ښاده . د اعليحضرت د وصيت له مخې د هغه جنازه افغانستان ته راوړل شوه او په جلال اّباد كې د خپل پلار د مرقد تر څنگ خاورو ته وسپارل شو.

د غازي امان الله خان له واکمنۍ وروسته د نورو حکومتونو پر مهال د افغانستان خپلواکي چې د غازي امان الله خان په تدبیر او مېړانه ترلاسه شوې ده، په شاندارو مراسمو لمانځل کېده؛ خو د کلونو په تېرېدو سره د حکومتونو په ګډون خلکو دا مهمه او تاریخي ورځ هېره کړې او څنګه چې باید ونمانځل شي، نه نمانځل کېږي.

اوسنیو حکومتونو ته پکار ده چې د هېواد په ټولو برخو کې د غازي امان الله خان لاره غوره کړي او دا هېواد د هغه مهال په څېر خپلواک، امن، سوکاله، پرمختللی او د پردیو له لاسوهنو او منګولو وژغوري.

2 COMMENTS

  1. ستاسي له معلوماتو یوه تړۍ مننه الله دي وکړي چي نوري لیکني او معلومات هم وړاندي کړۍ خو باید پښتو املا مو تر دي هم ښه وي
    په درنښت!

  2. عنایت الله یو ځای د امان الله خان تره معرفي شوی او بل ځای یې بیا ورور؟
    لومړۍ برخه کې لولو:
    نو داسې مهال چې د نوموړي تره [عنایت الله خان] په ننګرهار کې و او غوښتل یې چې د خپل ورور ځای ونیسي؛ نو ده په کابل کې د خپلې پاچاهۍ اعلان وکړ.
    بل ځای لولو:
    اعليحضرت و نه غوښتل چې په هېواد كې يې وينه تويه شي او د ١٩٢٩ زېږيز كال د جنوري په لومړۍ اوونۍ كې يې استعفاء وركړه او پر ځاى يې [خپل ورور عنایت الله] په پاچاهۍ وټاكه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب