Homeروغتیاد وینې لوړ فشار زیانونه او وجې؟ || بصیری اوریاخیل

د وینې لوړ فشار زیانونه او وجې؟ || بصیری اوریاخیل

د وینې جوړښت:

وینه په عمومي ډول له دوو برخو څخه جوړه شوې ده:

۱ – مایع برخه چې پلازما ورته وایي.

۲ – جامده برخه یا کریوات دي او په درې ډوله دې چې سره کریوات، سپین کریوات او صفیحات دمویه ورته وايي.

د وینې وظیفې:

وینه، زړه او رګونه د ټولو ژوندیو موجوداتو په بدن کې د ترانسپورتی وسایطو او لارو حیثیت لری، دا چې بدن د خپلو فعالیتونو او کړنو لپاره او همدارنګه د ورځنیو فعالیتونو لپاره انرژی ته اړه لری، وینه غذایی مواد د کلمو څخه جذبوی او د وینی سره کریوات  اوکسجن د سږو څخه اخلی او د بدن حجراتو ته  یی انتقالوی، د اوکسجن په موجودیت کې غذایی مواد سوځی  تر څو د ضرورت وړ انرژی تولید کړی، د غذایی موادو د سوځیدو وروسته په بدن کې د کاربن دای اوکساید په نامه ګاز تولیدیږی، چې نوموړی ګاز د وینی په واسطه د سږو د لاری خارجیږی.

د وینی سپین کریوات د بدن د دفاع وظیفه په غاړه لری، کوم خارجی جسم یا مکروب چې بدن ته داخلیږی د وینی د سپینو کریوات  د مغلقو او مشخصو کړنو په تر سره کولو سره نوموړی خارجی جسم له مینځه وړل کېږی.

صفیحات دمویه د وینی د پرڼ یا لخته کېدو وظیفه لری کله چې د بدن کومه برخه ټپی کېږی نو صفیحات دمویه د ټپی شوی ناحیی په شاوخوا راټولیږی او یو جال مانند ساختمان جوړوی تر څو وینه ودروی، که خونریزی کمه وی د صفیحاتو دمویه په واسطه دریریږی مګر که چیری خونریزی زیاته وی، په هغه صورت کې صفیحات نه شی کولای چې د لختی په واسطه وینه ودروی چې بیا دد ضرورت پیښیږی چې د نورو کړنو په واسطه وینه ودرول شی.

وینه د زړه په واسطه پمپ کېږی او د بدن ټولو برخو ته رسیږی، دا چې وینه د یوی قوی یا یو فشار په واسطه پمپ کېږی، نو د وینی د رګونو په دیوال باندی فشار واریدوی، نو ویلای شو چې:

د وینی فشار د هغه قوی د اندازی څخه عبارت چې د زړه په واسطه بدن ته د وینی د پمپ کولو په وخت کې په رګونو باندی واریدیږی. د وینې د فشار کموالی او زیاتوالی په لاندی دریو فکتورونو پوری تړلی دی:

۱ – هغه قوه چې د وینې پمپ کولو ته په کار ده.

۲ – د وینې حجم یا اندازه.

۳ – د وینې د رګونو د دیوالونو ایلاستیکیت یا سخت والی او کلکوالی.

هرکله چې په پورته فکتورونو په یو، دوه یا دری واړو کې تغیر راشی د وینې په فشار کې هم تغیر راځی، مثلآ که د زړه د پمپ قوه زیاته شی نو وینه په فشار رګونو ته داخلیږی، او د رګونو په دیوالو زیات فشار واریدوی چې په نتیجه کې فشار لوړیږی او که د زړه د پمپ قوه کمه شی نو ورسره فشار هم کمیږی.

همدارنګه که د وینې حجم زیات شی هم د رګونو په دیوال زیات فشار واریدوی چې په نتیجه کې فشار لوړیږی او که د وینې حجم کم شی د رګونو په دیوالونو فشار کمیږی او د وینې فشار هم کمیږی.

په نورمال ډول د وینې رګونه ایلاستیکی خاصیت لری یعنی کشیږی، چې په د ډول کله چې د پمپ قوه زیاته وی یا د وینې حجم زیاتیږی د وینې رګونو کشیږی په د ډول د وینې د فشار د لوړیدو څخه مخنیوی کوی مګر کله که د وینې د رګونو ایلاستیکیت کم او یا د مینځه ولاړ شی نو د وینې د پمپ زیاتوالی او یا د حجم د لږ زیاتوالی سره د وینې په فشار کې هم تغیر راځی.

د وینې د فشار اندازه:

د وینې فشار د دوو شمارو په واسطه اندازه کېږی، چې یوه ته یی سیستولیک فشار او بل ته یی ډیاستولیک فشار ویل کېږی،

۱ –  سیستالیک فشار د هغه فشار څخه عبارت دی چې کله زړه وینه رګونو ته پمپ کوی، کوم فشار چې د رګونو په دیوالونو د وینې د پمپ په وخت کې واریدیږی د فشار ته سیستولیک فشار ویل کېږی، چې نورماله اندازه یی د 120-139/mmHg mmHg د قوی د اندازه کولو واحد دی چې میلی متر ستون سیماب هم لوستل کېږی، په یوه مشخصه میله کې په سیمابو د فشار په واریدولو سره سیماب په میله کې حرکت کوی او دا میله درجه بندی شوی وی تر څو مطلوبه اعداد موږ ته وښایی) یا تر د کښته ده. که چیری د فشار اندازه له نوموړی اندازی پورته شی نو موږ ویلای شو چې زموږ د وینې فشار لوړ دی.

۲ – ډیاستولیک فشار، کله چې زړه وینه رګونو ته پمپ کوی په د وخت کې د زړه د دوو ضربانونو تر مینځ یوه لنډه د نا تام استراحت مرحله راځی یعنی د زړه د دوو ضربو ترمینځ د ناتام استراحت په مرحله کې چې کوم فشار د زړه د رګونو په دیوالونو واریدیږی، دسیستولیک فشار په نسبت کم دی، او دیاستولیک فشار بلل کېږی، چې نورماله اندازه یی 80-89mmHG او یا تر د کښته ده.  او په د ډول لیکل او لوستل کېږی 120/80mmHg .

که چیری د وینې فشار 120-139/80-89mmHg حدودو کې وی، د حد ته د لوړ فشار د شروع مرحله ویل کېږی یا ویلای شو چې شخص د وینې د فشار لوړیدو ته مساعد دی، په دغه مرحله کې موږ کولای شو خپل د وینې فشار د ژوند په څرنګوالی او غذایی رژیم سره کنترول کړو.

د وینې د فشار ډولونه:

د وینې فشار په دوه ډوله دی چې یو یی اصلی یا اساسی یا essential hypertension په نوم یادیږی، او بل ثانوی یا Secondary hypertension   په نوم یادیږی.

۱ –  اصلی یا اساسی یا essential hypertension دا ډول د وینې لوړ فشار معلوم اسباب نه لری یعنی هغه فشار دی چې اسباب یی لاتر اوسه معلوم ندی.

۲ – ثانوی یا Secondary hypertension عبارت د هغه لوړ فشار څخه دی چې ، د ځینو نورو امراضو له وجی منځ ته راځی مثلآ:

د پښتورګو مزمنی یا ځنډنی ناروغی.

ځینی هورمونی ناروغی لکه فیوکروموساتوما یا کوشنګ سندروم کې او داسی نورو کې.

د حاملګی په دوران کې.

د ځینو دواګانو استعمال لکه د حاملګی ضد درمل، د رژیم غذایی یا پرهیز لپاره درمل، د زکام او نیم سری ځنی درمل

د هغو رګونو تنګوالی چې پښتورګو ته وینه انتقالوی

د جاغور ناروغی.

خطرناک فکتورونه یا عوامل:

په بدن کې د مالګو او مایعاتو څرنګوالی یعنی په هره اندازه چې د بدن د ملګی اندازه زیاته چې په نتیجه کې د بدن د اوبو یا مایعاتو اندازه هم لوړیږی او ورسره فشار هم لوړیږی.

د پوښتورګو ناروغی.

عصبی او روانی تشویشونه .

د وینې د رګونو ناروغی.

د وزن زیاتوالی.

د الکولی مشروباتو استعمال.

په غذايي رژیم کې د مالګې ډیر استعمال.

کورنۍ تاریځچه

1 COMMENT

  1. ‌‌‌ډېر عالی معلومات ول
    لوستو یې خوند وکړ
    ډاکټر وصیل الرحمن زیارکښ، با استعداد او خدمتګار سړی دی
    همیشه د کامیاب اوسي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...