Homeداسې هم شتهساینستر ۲۰۳۵ به د اروپا ټول پلورل کېدونکي موټر الیکترونیک وي

تر ۲۰۳۵ به د اروپا ټول پلورل کېدونکي موټر الیکترونیک وي

تاند- د تېلو د بیې د لوړېدو او د موټرو په تېلو د چاپېریال د ککړتیا د زیانونو له کبله الیکترونیک موټرو ته پام ورځ په ورځ زیاتېږي.

یو تازه راپور وايي، د ۲۰۳۵ کال تر پایه به په اروپا کې یوازې الیکترونیک یا برقي موټر پلورل کېږي.

په راپور کې ویل شوي چې په اروپا کې به د موټر جوړولو صنعت یومخ بدل شي.

په دې راپور کې چې د (آی این جي) د مالي ادارې جګپوړو شناندو خپور کړی او سرلیک یې دی«د الیکترونیک موټرو صنعت د اروپا د موټرجوړولو صنعت ګواښي» اټکل شوی، هغه خنډونه به چې اوس مصرفوونکي پر الیکترونیک موټرو له پانګونې راګرځوي په لنډ وخت کې لېرې شي.

دوی دغه راز د بېټریو د بیو کمېدا او د هغو د کیفیت ښه کېدا د دغو موټرو د مینه والو له زیاتېدو سره مرستندوی بولي او وايي چې په خلکو کې یې د الیکترونیک موټرو په وړاندې اعتماد زیات کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...