شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهایران چارواکي وايي په سلګونه بار لارۍ افغانستان ته د تلو لپاره...

ایران چارواکي وايي په سلګونه بار لارۍ افغانستان ته د تلو لپاره په سرحد کې ولاړې دي

تاند (سه شنبه، د اسد ۱۴) ایراني چارواکي وايي تر ۲۶۰۰ پورې په خوراکي توکو بار لارۍ د دوغارون بندر په سرحدي بندر کې افغانستان ته د تلو لپاره ولاړې دي.

د دوغارون بندر چاروکي زیاتوي هره ورځ افغانستان ته د تګ لپاره ۱۲۰ لاریو ته اجازه ورکوي.

دوی وايي د افغانستان په ګمرکونو کې د لاریو د څارلو او ګمرکي مراحلو د طی کولو ظرفیت کم دی چې له همدې امله سلګونه لارۍ په ایران کې ولاړې دي.

ایراني چارواکو رسنیو ته ویلي دمګړۍ په توکو بار ۲۶۰۰ لارۍ د ایران په دوغارون سرحدي سیمه کې ولاړې دي دي او باید افغانستان ته داخل شي.

د چارواکو په وینا روان کال له ایران څخه افغانستان د د تلونکو سوداګریزو کاروانونو په شمېر کې لس سلنه زیاتوالی راغلی دی.

دغو ایراني چارواکو دغه راز د افغانستان له حکومت څخه غوښتي چې په ګمرکي ادارو کې ظرفیت لوړ کړي تر څو په خوراکي او نورو توکو بار لارې بې له ځنډه افغانستان ته د ننه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب