شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهلغمان کې دوه امنیتي چارواکي د فساد په تورڅارنوالۍ ته پېژندل شوي

لغمان کې دوه امنیتي چارواکي د فساد په تورڅارنوالۍ ته پېژندل شوي

تاند ( سه شنبه، د اسد ۱۴) د لغمان ولایت چارواکي وايي، چې د دولت شاه ولسوالۍ امنیه قومندان او په یاده ولسوالي کې د ملي اردو دټولي قومندان یې له دندوګوښه او څارنوالۍ ته ور پیژندلي دي.

د والي ویاند اسدالله دولت زي تاند وېب پاڼې ته وویلې، چې دا امنیتي چارواکي د فساد او په خپله دنده کې د بې غورۍ په تور له دندې لرې شوي دي.

نوموړي زیاته کړه دا پرېکړه په یاده ولسوالي کې د امنیتي وضعیت د سمون په موخه شوې ده.

بل لورته په ټولنیزو رسنیو کې د لغمان والي رحمت الله یارمل له قوله لیکل شوي: « امنیتي او دفاعي قوتونه لا نورمنظم کوو؛ مفسد او بې کفایته کسان یې دمنځه باسو.یو څو مفسد او بې احساسه کسان نه بايد زموږ دنجات دفرشتو نوم بد کړي.»

هڅه مو وکړه په دې اړه د تورنوکسانونظرهم واخلو خو له هڅو سره سره بریالي نه شو.

د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې په دې وروستیو کې امنیتي وضعیت تر پخوا ډیر خراب شوی او خلک یې هم امنیتي چارواکي په فساد او بې غورۍ تورنوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب