شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونههند تر خپل څار لاندې کشمیر په خلکو بندیزونه لګولي

هند تر خپل څار لاندې کشمیر په خلکو بندیزونه لګولي

تاند (سه شنبه، د اسد ۱۴) هندي چارواکي تر خپل څار لاندې کشمیر کې د بندیزونو خبر ورکوي.

د رسنیو د راپورونو له مخې هندي چارواکو ویلي په دغه سیمه کې د احتمالي لاریونونو راپورونه یې تر لاسه کړي او هڅه کوي د تاوتریخوالي مخه ونیسي.

هندي چارواکي وايي بې له دې چې څوک له حکومت اجازه واخلي او یا یې ضروري کار نه وي حق نه لري په کشمیر کې تګ راتګ وکړي.

راپورونه وايي بندیزونه د روانې اګسټ میاشتې له لومړۍ نېټې پیل شوي خو نن خوران سخت شوي دي.

ویل کېږي د کشمیر په لارو، کوڅو او سړکونو کې اغزن سیمونه لګول شوي او د تګ راتګ پر مخ موانع جوړې شوي دي.

هندي پولیس وايي که څوک وضع شوي بندیزونه مراعت نه کړي قانوني چلند ورسره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب