شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeداسې هم شتهساینسناسا مریخ ته څرخکه ولېږله

ناسا مریخ ته څرخکه ولېږله

تاند – د مریخ په نري اتومسفیر کې د هیلي کوپتر لپاره الوت له تخنیکي نظره ډېر ګرانه کار دی خو اوس د ناسا یا د امریکا د فضايي تحقیقاتو ادارې انجنیران توانیدلي چې داسې هیلي کوپتر جوړ کړي چې د مریخ د اتومسفیر په شان شرایطو کې الوتلی شي.

دا هیلي کوپتر، چې تېره اوونۍ مریخ ته ولېږل شوه، اینجین یوټي نومېږي او هیله کېږي چې په فضايي تحقیقاتو او اکتشافاتو کې به یو نوی باب پرانیزي.

تر دې وړاندې به ستوربېړۍ یا د سیارې په مدار کې ځای پر ځای کېدې او یا به یې سیارو ته اتومات روباټونه لېږل چې د دواړو د څېړنو دقت ډېر زیات نه و.

خو فضايي هیلي کوپترونه، هم زیات سرعت لري او هم د مانورې ډېر قدرت لري او له بلې خوا په ډېر دقت څېړنې کولی شي.

له تخنیکي پلوه د دغه هیلي کوپتر، چې ډرون با بې پېلوټه الوتکه یې هم بللی شو، جوړولو ډېرې ستونزې لرلې ځکه چې د مریخ اتومسفیر د مځکې تر هغه په ځلونو نری دی او الوتل پکې سخته دي.

د فضايي چارو پوهان وايي، پر مریخ ټیټ الوت داسې دی لکه له مځکې چې څو کیلومتره لوړ الوت دی. د مریخ د جاذبې قوت د مځکې نژدې په درو کې له یوې برخې سره برابر دی.

د ناسا چارواکي وايي، د لومړي ځل لپاره به د بشر په لاس یو هیلي کوپتر له مځکې پرته پر یوه سیاره والوزي. دا الوت به د ځینو په باور د رایټ وروڼو د الوت په شان یو انقلاب وي.

رایټ برادرز دوه امریکايان وو چې د لومړي ځل لپاره یې داسې انجن جوړ کړ چې الوزي. دوی دا لومړنۍ الوتکه د ۱۹۰۳ کال د دسمبر په اوولسمه وازمایله او ۶ کیلو متره سفر یې پکې وکړ.

د ناسا له لوري د جوړ شوي هیلي کوپتر باډۍ د فوټبال تر توپ لږ لویه ده، څلور نري ټایرونه، او دوه څرخونه لري. پر څرخونو، چې د یو بل خلاف لوري ته څرخي د بېټریو د چارجېدو لپاره د لمریزې انرژۍ شیشه نصب ده.

د ناسا انجینیرانو د دې لپاره چې د هیلي کوپتر حساسې پُرزې د مریخ له سخت یخه وساتي له ځانګړي عایق یا ایزولېشن سیستم او د تودولو له یوې وسیلې څخه کار اخیستی دی.

د ناسا انجینیران وايي، د دې هیلي کوپتر پر جوړولو یې کلونه کار کړی او نژدې دوې لسیزې پخوا یې د داسې یوې ټکنالوژۍ د جوړولو تصور نه شوای کولی.

د کمپیوټر، مصنوعي ذهانت او د سپکو موادو د جوړولو په ټکنالوژۍ کې پرمختګ او د بېټریو په برخه کې انکشاف مرسته کړې چې په وروستیو کلونو کې د داسې ټکالوژۍ د جوړېدو امکان برابر شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب