Homeخبرونهحنیف اتمر په کابل کې د هند له سفیر په یو شمېر...

حنیف اتمر په کابل کې د هند له سفیر په یو شمېر مهمو مسایلو خبرې وکړې

تاند (سه شنبه، د اسد ۱۴) د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر تېر ماښام په کابل کې د هند له سفیر ویني کمار سره وکتل.

په دغه لیدنه کې دواړو لوري د حکومت او طالبانو تر منځ د لوی اختر په مناسبت د شوي اوربند په هکله وغږېدل او دا یې په هېواد کې د تلپاتې سولې راوستو په برخه کې مهم ګام وباله.

دواړو لوریو د راتلونکي جمعې په ورځ د دایرېدونکي لویې مشورتي جرګې، د سوله په پروسه کې د سیمه ییزې اجماع رامنځته کېدو، د حکومت او طالبانو تر منځ د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیلېدو او همدارنګه له کورونا سره د مبارزې او په دې برخه کې د هند له لوري افغانستان سره د مرستو په اړه خبرې وکړې.

په کابل کې د هند سفیر ټینګار وکړ چې هېواد یې له افغانستان سره دوامداره همکارۍ ته ژمن دی.

په یاده ناسته کې ښاغلي اتمر د هند له ملاتړ څخه مننه وکړه او د دواړو هیوادونو تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره یې د افغانستان د حکومت ژمنې یو ځل بیا تکرار کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...