شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد روغتیا نړيوال سازمان وایي په نړۍ کې د کورونا لپاره لا...

د روغتیا نړيوال سازمان وایي په نړۍ کې د کورونا لپاره لا واکسین نشته

تاند ( سه شنبه، د اسد ۱۴) د روغتیا نړيوال سازمان مسولان وايي، چې تر دې دمه له کورونا ویروس سره د مقابلې لپاره هېڅ واکسین نشته.

د یاد سازمان مشر ډاکټر ټېډروهانوم تیره ورځ ویلي: «نه واکسين شته او نه هم درمل، له دې کبله ټولو ته اړينه ده، چې په جدي توګه تدابير مراعات کړي.»

ډاکټر ټيډروهانوم زیاته کړې خلک باید ماسک په جدي توګه وکاروي، او په خبره یې دغه راز باید ټولنيز واټن مراعات شي او نورو اړوندو تدابيرو ته پاملرنه وشي.

د هغه په خبره تر دې دمه په ټوله نړۍ کې نه د کورونا واکسين شته او نه هم درمل او ښايي هېڅکله هم نه وي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر داسې مال دا ډول څرګندونې کوي، چې د نړۍ په ګڼ شمېرهېوادونو کې د کورونا پرضد واکسين د جوړېدو خبر ورکړل شوی دی.

ډیری هېوادونو ویلي، چې دوی د کورونا واکسین د تولید وروستيو پړاوونو کې دي.

یو له یادو هېوادونو امريکا دی، چې ویل کیږي آن د دې هېواد له يوه شرکت سره یې د ۵۰ میليونه کسانو لپاره د واکسين تړون هم لاسليک کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب