یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار له محبس نه له ۲۰۰ ډیر بندیان تښتیدلي

د ننګرهار له محبس نه له ۲۰۰ ډیر بندیان تښتیدلي

تاند(سه شنبه، د اسد ۱۴) د ننگرهار سیمه ییزو چارواکو منلې، چې د ولایت په عامه محبس د وسله والو بریدګرو له برید وروسته له ۲۰۰ ډیر بندیان له بند څخه تښتیدلي دي.

یو شمیر وسله والو بریدګرو د یکشنبې په ماښام د دغه ولایت مرکز، جلال اباد ښار کې د ننګرهار په عامه محبس برید وکړ.

برید د موټر بم سره پیل او شاوخوا ۲۱ ساعته یې دوام وکړ.

د ملي دفاع وزارت پرون دوشنبه،اعلان وکړ چې د ننګرهار محبس د “تصفیوي عملیاتو” تر ۲۰ ساعتونو وروسته پای ته رسیدلی، لږ تر لږه ۱۱ برید کونکي پکې وژل شوي.

خو د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوګیاڼي وویل چې اته بریدګر افغانان دي او د دوی په برید کې ۲۹ ملکيان، نظامیان او زندانیان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.

په عین وخت کې، د ننگرهار ولایت ځایي چارواکو تایید کړه چې د ۲۰۰ تنو څخه ډیر بندیان د دې ولایت په عامه محبس باندې د وسله وال برید له امله له بند څخه تښتیدلي دي.

په دې محبس کې د چارواکو په وینا، د جنایي جرمونو له بندیانو سره؛ داعش او طالبان هم بندیان وو، چې شمیر یې شاوخوا ۱۸۰۰  تنه وو.

د ننګرهار سرپرست والي تمیم عارف مهمند  وویل سره له دې چې تحقیقات بشپړ شوي نه دي ، تر دې دمه تر ۲۰۰ ډیر بندیان تښتیدلي دي.

هغه وویل: “موږ په زندان کې ۱۷۹۳ بندیان درلودل، چې ۱۵۱۰  یې تر کنټرول لاندې دي.

هغه وویل تحقیقات روان دي. د وژل شویو او ټپیانو د هویت لا تر دې دمه دقیق ارقام نه دي مشخص شوي. خو اوس له ۲۰۰ څخه د ډیرو بندیانو کمښت لرو.  مهمند د تښتیدلو بندیانو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

خو زیاته یې کړه چې د دوی د نیولو لپاره هڅې روانې دي.

د یادونې وړ ده چې داعش ترهګرې ډلې د دې برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب