یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکابل نن د افغان سولې په تړاو د دوو ناستو کوربه دی

کابل نن د افغان سولې په تړاو د دوو ناستو کوربه دی

‏تاند ( سه شنبه، د اسد ۱۴) د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، چې کابل به نن د سولې په تړاو د دوو ناستو کوربه وي.

د یاد وزارت ویاند ګران هېواد زیاتوي، چې، په دغو ناستو کې به د سیمې او ځینو نورو هېوادونو استازي هم ګډون کوي.

هغه د دې ناستو موخه د افغان سولې په تړاو د سیمې او نړېوالې اجماع پیاوړې کول یاد کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغو ناستو کې به د پاتې طالب بندیانو د خوشې کېدو په تړاو هم بحث او خبرې وشي.

دیادونې ده، چې په قطرکې د طالبانو د سياسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي، چې د دې دفترمشرملا برادر د امریکا بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپیو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د بین الافغاني خبرو د پیل او روان وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

بل لورته عمران خان هم له ولسمشر غني سره د تیلیفوني اړیکې پرمهال په افغان سوله کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

https://taand.net/%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%a7%d9%88-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d9%85%d8%b4%d8%b1%d8%a7%d9%86%d9%88-%d9%be%d8%b1-%d9%85%d9%87%d9%85%d9%88-%d8%b3/

سیاسي شنونکي بیا د افغان سولې پروسه خورا پیچلې بولي او وایي بهرنیو لاسونو دا پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب