یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکنینګهم: طالبان اوس هم نړیوالو ترهګرو سره اړیکې پالي

کنینګهم: طالبان اوس هم نړیوالو ترهګرو سره اړیکې پالي

تاند ( سه شنبه، د اسد ۱۴) که څه هم د اختر لپاره درې ورځنی اوربند پای ته رسېدلی خو؛ په کابل کې د امریکا یوه پخواني سفیر جیمز کنینګهم د دې اوربند په غځېدو ټینګار کړی دی.

کنېنګهم زیاته کړې، چې اوس د دې وخت دی چې د سولې لپاره د باور فضا نوره هم پیاوړې شي او په خبره یې اوربند د دې فضا د پياوړتیا لپاره تر ټولو ښه لاره ده.

هغه ویلي طالبان باید له امریکا سره پر شوې هوکړې عمل وکړي، تاوتریخوالی کم کړي او د سولې لپاره دې د زندانیانو پر خلاصون ټینګار نه کوي.

د نوموړي په وینا طالبانو له هوکړې دا سرغړونه هم کړې ده، چې تر دې دمه یې له نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړیکې نه دي پرې کړې او اوس یې هم پالي.

هغه ویلي موخه باید سوله وي نه د زندانیانو خوشې کېدل.

د کنېنګهم په وینا واقعي سولې ته د رسېدو لپاره باید طالبان او افغان حکومت ګامونه پورته کړي.

نوموړي د بین الافغاني خبرو په لړ کې د هغو زندانیانو پرخلاصون ټینګار کړی کوم، چې ویل کیږي په جنایي جرمونو ککړ دي.

بل لورته پاکستان هم یو ځل بیا ویلي، چې د افغانستان د سولې له پروسې سره بشپړه همکاري کوي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له ولسمشر غني سره په تلیفوني مکالمه کې دواړو لورو د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر اړیکو او دغه راز د سولې په تړاو هم بحثونه کړي دي.

عمران خان ویلي پاکستان تل د افغانستان د سولې په مسئله کې همکاري کړې ده او لا به هم خپلې بشپړې همکارۍ ته ادامه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب