جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeداسې هم شتهساینسسامسونګ د نړۍ تر ټولو چټک موبایل جوړوي

سامسونګ د نړۍ تر ټولو چټک موبایل جوړوي

تاند- سامسونګ کمپنۍ د یوه داسې موډیم د جوړولو په لټه کې ده چې د موبایل ټېلفون یا ملفون د ډاونلوډ سرعت په هره ثانیه کې ۱ اعشاریه ۲ ګیګابایټو ته ورسوي او په ۱۰ ثانیو کې یو بشپړ څو ساعته فلم ډاونلوډ کړای شي.

ګومان کېږي چې سامسونګ به د ګلیکسي ۹ ایس په وسیله د نړۍ تر ټولو چټک ملفون راوباسي.

دا لومړی ځل دی چې له دې ډول ټکنالوژۍ څخه په صنعت کې کار اخیستل کېږي او په مرسته یې د ډاونلوډ چټکتیا په هره ثانیه کې ۱،۲ ګیګابایټو ته رسېږي.

له دې سره به د ټېلفوني تماس سرعت هم زیات شي او هرراز ګډوډي به یې له منځه لاړه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب