چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeکلتورسینماد هند د سینما تر ټولو ګرانبیه فلم

د هند د سینما تر ټولو ګرانبیه فلم

تاند- د یوه خلیجي ملیاردر په مرسته د هند بالیووډ د خپلې سینما په تاریخ کې د یوه فلم پر جوړولو تر ټولو ‌‌ډېرې پیسې لګوي.

دا فلم به، چې (Randamoozham) نومېږي، په څو ژبو لکه؛ هندي، انګلیسي، تامیلي، ملیالم، کانډا او تیلګو وي.

(Randamoozham) به په ۲۰۲۰ م کال بازار ته راووځي. پر دغه فلم ۱۵۵ ملیون ډالره لګښت کېږي خو په متحده عربي اماراتو کې د یوه مېشت ملیاردر له جېبه.

که د نورو هیوادونو له فلمونو سره پرتله شي، دا ډېرې پیسې نه دي خو د هند د سینما تر ټولو پر قیمتي فلمونو تر ۲۵ ملیون ډالرو زیات نه لګول کېږي.

بي آر شیتي هندي الاصله ملیاردر د دغه فلم مصرف په غاړه اخیستی دی.

تر دې وړاندې د هند د سینما بالیوود له لوري تر ټولو ګرانبیه فلم (باهویلي ۲) و چې سږ (۲۰۱۷) سینماګانو ته راووت.

پر باهوبلي ۲ ټولټال ۳۸ ملیونه او ۵ سوه زره ډالر لګول شوي دي.

هندي فلمونه په جنوبي اسیا او افغانستان کې زیات مینه وال لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب