شنبه, مې 4, 2024
Homeداسې هم شتهساینسساینسپوهانو له هوا خواړه جوړ کړل

ساینسپوهانو له هوا خواړه جوړ کړل

تاند- فینلنډي څېړونکي بریالي شول چې په لمریزه انرژۍ او کاربون ډای اوکسایډ یو ډول پروتیني خواړه جوړ کړي.

د دوی په وینا دا په حقیقت کې له هوا څخه د خوړو جوړول دي یا زموږ په اصطلاح له شګو غوړي ایستل دي.

د ډیلي مېل ورخپاڼې د راپور له مخې، فینلنډي څېړونکي هیله لري چې په دې خوړو به یوه ورځ په درسته نړۍ کې کاختي او خوارځواکي (سو تغدیه) له منځه یوسي.

دا پوډري خواړه د لمریزې انرژۍ له پینلونو او په هوا کې له موجود کاربون ډای اوکسایډ څخه په استفادې جوړېږي.

د فنلنډ په (VTT) تحقیقاتي مرکز کې جګپوړی ساینسپوه او څېړونکی جوها پکا پیتکاین وايي، په حقیقت کې زموږ ټول لومړني مواد له هوا جوړېږي. په راتلونکو وختونو کې دا ټکنالوژي وچو دښتو، صحراګانو او کاختي ځپلیو سیمو ته لېږدولی شو.

دا ټکنالوژي دا ظرفیت لري چې هره شېبه خواړه تولید کړي او همداراز د څارویو لپاره هم له دې خوړو کار اخیستل کېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب