سه شنبه, مې 7, 2024
Homeمقالېچاپیریالد هوا د بدلون د دوام په صورت کې به د هند...

د هوا د بدلون د دوام په صورت کې به د هند په براعظمګي کې ژوند ناممکن شي

تاند- ساینسپوهان وايي، که په جنوبي اسیا په ځانګړي ډول د هند په براعظمګي کې د اقلیم د اوسني وضعیت د بدلون لپاره اقدام ونه شي، په دې سیمه کې به د انسانانو ژوند تقریباً ناشونی شي.

ساینسپوهان وايي، که تر ۲۱۰۰ م کال پورې د هوا بدلون په اوسني ډول دوام وکړي، په هند، پاکستان او بنګله دېش کې به د انسانانو ژوند ناممکن شي.

هغوی په عین حال کې اټکل کوي چې په راتلونکو څو لسیزو کې به په دغو درو هیوادونو کې هوا دومره توده شي چې د انسانانو ژوند به پکې خورا سخته وي.

دا څېړنه د امریکا د ماساچوسیت د تکنالوژۍ د انستیتوت څېړونکو د کمپیوټر له پرتلیزې شیوې څخه په استفادې کړې ده.

څېړنه ښيي چې د هند سیندونه لکه ګنګا به زیات اغېزمن شي چې له کبله به یې د غلو حاصل لږ شي او لوږه به د نړۍ په دې برخه کې، چې زیات نفوس پکې راټول شوی دی، اوج ته ورسېږي.

د ماساچوسیت د تکنالوژۍ د انستیتوت استاد الفتي الطیر وايي، له تحقیقاتو ورته څرګنده شوې چې د هند شمالي سیمې او د بنګله دېش او پاکستان جنوبي سیمې به، چې تر یو ملیارد زیات انسانان پکې اوسي، تر نورو سیمو زیات زیانمن شي.

د ۲۰۱۵ م کال د دوبي په ګرمیو کې د جنوبي اسیا په هیوادونو کې تر ۳۵۰۰ زیات انسانان مړه شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب