یکشنبه, مې 5, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد ماشو په وسیله د مجرم موندل

د ماشو په وسیله د مجرم موندل

تاند- په جاپان کې د جنايي او عدلي طب د علم څېړونکي په دې کار کوي چې څه ډول له ماشو څخه د جنايي قضیو په معلومولو کې کار واخلي.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، څېړونکي وايي، دوی د هغو انسانانو ډي این اې وپېژندله چې ماشو چیچلي وو.

څېړونکي وايي چې تر دوو ورځو پورې د چیچل شوې کس ډي این اې په ماشه کې پېژندل کېدای شي.

دوی وايي چې دا کشف په راتلونکي وخت کې د مرموزو قتلونو او جنايي قضیو په حل کولو کې مرسته کولی شي.

د ډیلي مېل پر اساس، د جاپان د ناګویا پوهنتون څېړونکو له ۷ تنو څخه، چې په رضا کار ډول یې په ازمویښت کې برخه اخیستې وه، وغوښتل چې دوه ډوله ماشي پرېږدي چې دوی وچیچي.

څېړونکو ماشې پرېښودې چې د انسان چیچلې وینه هضم کړي. وروسته یې د انسان د ډي این اې د موندلو هڅه وکړه.

تر دې وړاندې دا څرګنده نه وه چې د حشرو له خوا د انسان له زبېښل شوې وینې څخه به د انسان ډي این اې معلومېږي.

دا لومړی ځل دی چې څېړونکي د ماشې له لوري د زبېښل شوې وینې د ډي این اې د معلومولو تکنیک مومي او په دې کار کې بریالي کېږي.

دوی وايي، حتي له چیچلو دوې ورځې وروسته هم که ماشه په لاس ورشي د انسان ‌ډي این اې ورڅخه ترلاسه کولی شي.

دوی وايي چې دوې ورځې یا ۴۸ ساعتونه اعظمي وخت دی او ترسره شوي ازموینو ورته څرګنده کړې چې له ۳ ورځو وروسته وینه بشپړه تجزیه کېږي.

د دې ازمېښت له مخې، که ماشه مجرم د جرم په ځای کې وچیچي او ماشه همالته پاتې شي، د ډي این معاینې له لارې مجرم پېژندل کېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب