چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد نابینایانو لپاره د مایکروسافټ اپلیکېشن

د نابینایانو لپاره د مایکروسافټ اپلیکېشن

آغاملوک سهار  – 

مایکروسافټ شرکت د ړندو یا نابینایانو د مرستي لپاره د Seeing AI په نوم نوی اپلیکشن خپور کړ. اوس مهال په ټوله نړۍ کې شاوخوا 270  میلیونه ړانده(نابینا) خلګ سته.

دا اپلیکشن د موبایل له کامرې په استفادي کولای سي نابینا ته شاوخوا محیط ورمعرفي کړي. له دی وروسته به دا اپلیکشن په ځیرکوعینکو کې نصب سي چې په یوه اشاره یا یو لوړ غږ شاوخوا ټول شیان لکه جسمونه، اشخاص، حتی عواطف څرګند کړي.

د دې اپلیکشن لومړنۍ مفکوره د ثاقب شیخ Saqibshaikh په نوم د یو کس ده، شیخ په اووه کلني کې ړوند سو، دي په ښوونځي کې له غږیدونکي کمپیوتر سره اشنا سو، له کود لیکلو سره یې ډیبره مینه پیدا کړه.

شیخ د تحصیل له پیل نه په داسې یو اپلیکشن کار کاوه چې نابینایانو ته د محیط په ورپیژندلو کې مرسته وکړي، دی له لسو کلونو را په دیخوا په مایکروسافټ کې د پروګرامر په صفت دنده تر سره کوي. اوس د مایکروسافټ له انجینرانو سره یو ځای په دي توانیدو چې خپل خوب په واقعت بدل کړي.

د Seeing AI لومړی ویرژن د iOS  لپاره وړیا نشر سو، په نژدې راتلونکي کې به د انډروید لپاره هم په پلی سټور کې واچول سي.

دا اپلیکشن په نورو ځایو کې هم د ګټی اخیستنی وړ دی، لکه په غونډو کې د ګډون کوونکو عمر، جینسیت، حال او احساس څرګند کړي، وړه لیکنه په لوړ غږ ووایې او عکاسې به وخت کې د کمري سم موقعیت څرګند کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب