جمعه, اپریل 26, 2024
Homeروغتیاد ګیلاسو یا الوبالو له ګټو خبر شئ/ ژباړه : محمد الهام...

د ګیلاسو یا الوبالو له ګټو خبر شئ/ ژباړه : محمد الهام نظر

د ورځې شل عدده (دانې) ګیلاس خوړل  سردرد دي له منځه وړي. څېړونکو موندلې چې د ورځې شل دانې ګیلاس خوړل د اسپرین تابلیت سره مشابه تاثیر لري. د ګیلاسو پوست د درد کملو خاصیت لري، انتوساین یا هغه رنګه ماده چې د ګیلاس پوست د سره کېدو سبب کیږي د درد په تسکین کې مهم رول لري. بې غیر د رنک او خوند نه یې د د درد د تقویت په کمولو کې مهمه ونډه لري. د مشیګان پوهنتون څېړونکو ویلي هغه ګیلاس چې تېز سور رنګ او ډېر تروش وي د درد په کمولو کې ډېر موثر دي. د پوست نه یې علاوه د ګیلاس غوښه  هم د درد په درمان کولو کې مهمه ونډه لري. د ګیلاسو رنګه مواد هغه رادیکالونه چې د حجرې غشا ته ضرر رسوي له منځه وړي. دڅېړنو په باور ګیلاس د پوستکي په روغ ساتلو، د وینې جریان او د رګونو خلاصون په زړښت کې د سرطان او د زړه د حملې نه ساتنه کوي. په ۱۹۹۹ م کال کې د مشیګان پوهنتون څېړونکي په دې بریالي شول چې ګیلاس د معدې او مفاصلو  درد درمانوي. هغه پدې و پوهېدل چې یو تروش ګیلاس د لسو اسپرین تابلیتو برابر دی. نورو څېړونکو هم تایید کړېده چې ګیلاس او اوبه یې د عضلاتو درد، نور دردنونه او زخمونه درمانوي. د ورځې ۲۵۰ ملي ګرامه ګیلاس د وینې یوریک اسید راټیټوي او د روماتوئید خطر کموي. د ویټامینC   په درلودلو سره امنیتي سیستم تقویه کوي او په وینه کې د اوسپنې دوران تېزوي. ګیلاس کولی شې میتابولېزم زیات کړي او هر سل ګرامه ګیلاس د ۶۳ کیلو ګرامه کالورۍ درلودونکي دي. د ګیلاسو لرکي هم درمانوونکي دي. د ګیلاسو لرګي د بدن رطوبت کموي. ګیلاس دوامداره ټوخی هم له منځه وړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب