جمعه, اپریل 26, 2024
Homeکالمونهقرارامرالله صالح ته د مجید قرار لنډ ځواب

امرالله صالح ته د مجید قرار لنډ ځواب

امرالله صالح لیکلي چې مثنوي معنوي باید پښتو ته وژباړل شي چې د افراطیت مخه ونیول شي. دې خبرې که پس منظر نه درلودای، ښه خبره وه، ځو دا چې د امرالله په خوله افراطیت پر پښتانه پخېږي، غلطه ده.

افراطیت یوازې د پښتانه، یوازې د تاجیک، یوازې د اوزبک او یوازې د عرب ځانګړی مشکل نه دی، بلکې د ټولو مشکل دی. فرخنده پښتنو ونه سوځوله، پښتنو که وژلې هم وای، ښایي په هیڅ صورت د هغې بدن پر عمومي سړک نه وای بربنډ کړی. د بدخشان، تخار او اوزبکو ټالیبان په ټالیبانو کې تر ټولو ایډیالوژیک، افراطي او جنوني دي.

ایرانیان چې له مثنوي پرته سلګونه نور شعري شاهکار اثرونه یې په ژبه دي، د مذهبي افراط او جنون تاریخ لري. همدا اوس ایران خپلې ټولې ګټې د مذهبي فاشیزم قرباني کړي او له سیمې سره یې ځان په شخړو کښې ایستلی دی. جمعیت اسلامي د مذهبي او قومي فاشیزم او افراطیت ګډوله ده چې نیمه اجنډا یې پر ستمي فکر او نیمه نوره یې پر اخوانیت ولاړه ده او اخوانیت خپله یوه افراطي نظریه ده. افراط یوازې مذهبي هم نه دی. افراط سیاسي، قومي او ګڼ نور شکلونه لري. همدا چې هره ورځ وسله په څټ کې د ښار منځ ته راوځې او ښاریان تهدیدوې د امرالله خان او د هغه د پلویانو بدترین افراط دی. امرالله خان فکر کوي چې خلک د ده په کنایو نه پوهېږي. خلک پوهېږي خو خلک درانه دي او نه غواړي د قومپالنې، تعصب او فاشیزم د مرداریو په ډنډ کې له جناب عالي سره ولامبېږي. خلکو ته د قومي ادبیاتو په کارولو حیاء ورځي. الحمدلله د پښتنو په منځ کې هغه څوک چې تاجک مرده باد ناره وهي ۰.۰۱٪ هم نه دي، خو د امرالله په هر لاریون کې سلګونه ځله د مرګ بر پښتون، مرګ بر قوم انتحاري، مرګ بر … نارې وهل کېږي. کله کله دا نارې صریحې وي او کله کله بیا ضمني او دغسې کنایوي وي، لکه د امرالله صالح دغه پوسټ.

البته دا یادونه بیا هم فرض ده چې د امرالله صالح بانډ بیا هم د هیڅ قوم استازی بانډ نه دی. لنډه غر لنډه غر دی. د لنډه غر له خوا د قوم انتحاري ناره زموږ د تاجک ملت د فرهنګ برخه نه ده، نه وه، او نه به وي. دا وارد شوي ایراني زهر دي چې د لنډه غرۍ په پېچکاریو کې د ټولنې په ځوان رګ کې پېچکاري کېږي. د افغانستان ټول ولسونه، ټول قومونه، ټول قشرونه، ټول مذهبونه، ټول ولسونه دې ژوندي او عزتمند وي.

21 COMMENTS

  1. سلامونه او نیکې هیلې قرار صیب ـ مننه له دومره منطق ځواب لیکلو نه مو ـ خدای دې قلم همیشه تاند او ژوندی لره.

  2. امر الله نا صالح ته یو ټکی پکار دی چه ورته وویل شی هغه دا چه خوشبختانه پښتانه ترجمی ته ضرورت نلری 80فیصده پښتانه په دری او پشتو ژبه روانی خبری کوی ولی پنځه فیصده نور ژبی په پشتو څه نا څه پوهیږی ولی خبړی نشی کولای چه سل فیصده یی پنچرمیانان یعنی بنجشریان دی چه په خپله مورنی ژبه هم نپوهیږی .بس ضرور ده چه هغوی ته ترجمه شی

  3. thank you,qarar sahib/i hope all pashtoon writer do some thing in front of this
    groups /for example salih/razaq mamoon,,,,,,
    i want united afghans/but this peoples always sabotage against pashtoons
    thank you

  4. سو استفاده از خون گرم جوانان و کشاندن جوانان به طرف قوم گرایی از بزرکترین شکلی افراطیت شمرده می شود که آقای صالح مشغول این کار است.

  5. ډېره منطقي لیکنه ده، قرار صاحب سل کاله ژوندی اوسې
    امرالله صالح یو نیم وخت له ځانه افغان نشنلیست جوړ کړي خو لږ وخت تیر نه وي چې خپل ماهیت او اصلیت وښيي.
    ما ته دا سړی ډېر کم ضرفه او احساساتي ښکاري.
    ځیني کسانو ده ته د یوه لیډر په سترګه کتل خو متاسفانه دا سړی ځان له محدودې قومي او سیکتریستي کړۍ نه شي راایستلی

  6. آقای قرار متشکرم
    اتشکر از اینکه صالح را نماینده تاجکان قرار نداده اید. صالح و سایر شورای نظاري ها و یا پرچمی های متعصب سابق به هیچ وجه نمایندګی از قوم مان نمی کندد

  7. صالح یو پخوانی خادیست دی چې په لاس یې ممکن ډېر کسان پخوا هم وژل شوي وي
    د ده د ریاست په مهال (د ملي امنیت) هر پښتون چې به په لاس ورتلو نیوه به یې او په ملي امنیت ریاست کې به یې شکنجه کولو. زه ډیر کسان پیژنم چې ده داسي وهلي چې د ولاد پیدا کولو توان یی ورڅخه اخیستی دی

  8. قراره ياره داسې داسې ليکنه دې کړې چې زړه مې پرېې يخ شو.
    دوی نه خپل ځان ورک شوې. چې څه ووايي څه وليکي څه وخوري څه واغوندی.
    ان شاالله به دا اشرف غني وتوانيږي چې دا خلک به تر ډيره بريده ضعيفه کړي. هغه کار چې کرزي صيب پرېې کم توانيدلې و.
    او ملي يوالې پرته له پشتنو سخته چاره ده .
    تر څو چې دوی پشتانه ته ورور ونه وايي تر اخره به خداۍ دوۍ شرموي.

  9. امرالله صالح کور خود بینای مردم است ، موصوف باید بداند که تعداد پښتونهاییکه مثنوی معنوی را مطالعه کرده است ،بیشتر از کسانیست که تو خود را نماینده آن میدانی. یکی از بنیادګرایان افراطیت در افغانستان استاد شما برهان الدین ربانی مرحوم بود،ظلم وستمیکه شما درجریان سالهای جهاد ، مقاومت و « دمورکراسی » بالای قوم خود و اقوام دیګر کرده اید ، تاریخ کشور مثال آنرا در سه قرن اخیر بیاد ندارد، کشتن هفتاد هزار شهروندان شهر کابل، تبدیل شهر کابل به شهر ارواح، جنوساید « افشار سیلوی کابل » و تخریب تمام مناطق مسکونی نواحی پنجم ، سوم ، ششم ، هفتم ، اول ، هشتم و نهم شهر کابل ، تخریب شاهرای کابل سالنګ و تمام پلها و تاسیسات مربوط آن توسط شورای نظار و هم پیمانان آن تا حال فراموش نشده است. انحلال اردوی مجرب و مجهز صدساله افغانستان ، تخریب ، انهدام و فروش هفتصد پروند طیاره ، تانک ها ، توپها ، دستګاهای سکات ، لونا ، پيچور ، اوراګان، بی ام چهل و دیپوهای اسلحه در دوران حاکمیت شورای نظار صورت ګرفت . بنا اول خود را اصلاح کنید بعد به دیګران مشوره و رهنمایی کنید.

  10. حسیني حسن خوبان اس – بیا بچیم انګِربخو
    کشمشي قــطــغ نـــان اس – بیا بچیم انګِربخو
    غوله دان غولِ بیابان اس – بیا بچیم انګِربخو
    امرصال مثنوي خوان اس – بیا بچیم انګِربخو
    مجید قـرارمعنوي دان اس – بیا بچیم انګِربخو
    —————
    ګل بیګم جان میکــــــنِــم سیلانهِ تأئ – قِمري شوم ده زیر دالانه تأئ
    سه تومن چمکلي ره ګِم کدي از ګردنت – بنده فقر میکشِم تاوانه تأئ
    —————
    د مثنوي او معنوي خوانانو ابتکارات، اخلاق، انسان پالنه، هیوادپالنه،اسلامیت له کال۱۳۷۲(۱۹۹۲) را پدې خوا وینواو زغملي مودي، تاوانونه ئې موږ وباسو، د خیراتونو ډالر دوې غلا کړل، نورنو دا څرمن پوښه د زغملوندي۰ دوی لکه د میږیانوپه وزرکړي اومیږئ چې وزر وکړي نو ورک کیږي۰ چې پخیردا چرم پوشان به ورک کیږي۰

  11. Salamona! Thank you from bottom of my heart, Real afghans love you, and really appreciate your efforts for the country and afghans future, actually I can’t find words to show my gratitude to you. May Allah bless you and your nice family. Greetings from beautiful Stockholm

  12. دکرزی لویه تیره وتنه همدا وه چي دا شوده ګانو ته یې ځواک ورکړ او نن یې داشو م میراث او ستره لانجه غنی ته پریښوده – هیر به مونشی ستادا نامردی کرزیه

  13. قرار صیب الله دي ژوندي لره ښه منطقی جواب دي ورکړي خو دلته دي جناب ته په ډیرو لنډو ټکو کي یوڅه نور هم وریادوم: سوال می دا دي چې جناب صالح صیب تاسو چې د مثنوي پلویان یاست او مثنوی دومره تاثر کونکي دي نوبیا ولي تاسو تر ټولو بدترین افارطیا یاست او ستاسو د افراطیت مثالونه په ټوله نړي کي ځانګړي دي: لومړي د عامه شتمنیو چور په نظام کي د ننه د قدرت او چوکیو چور له نورو قومونو سره د هلاکت او تباهی تر سرحده تعصب، نورو قومونو ته په سپکه کتل او د هغوي مال حال هرڅه چورول او د ځان لپاره حلال کڼل چې ډیر ښه مثال يي زموږ ګران هیواد وال اهلهونود دی چې د خپل قدرت په وخت کي مو هیڅ سرفه پی ونکړه او هرڅه حتی د بیچارو جوړ کورونه مو تري واخستل، او د ټینګه له ځان سره یاداښت کړئ چې د افغانانو در ته هیر ندي یو ورخ به د حساب راشي، د کابل په جنګو کي تر ټولو وحشې ترین عمل تاسو لنډغرو کاوه چې په ټول کابل کي مو نه یو دیوال روغ پریښو نه مو د چا په مال نه په ناموس سرفه وکړه چې له زرګونو مثالونو يي یو مثال د افشارو قتل عام وو، هاخواته به ډیر نه ځو دا اوس چې ږیری مو وخیرولی ټایاني مو وتړلي او ټول ډالر مو چور کړه د سیاسی مخالف تنظیم په نامه مو بی ساری ترور وکړ او بیا مو په موړو د وحشی درندو په څیر ملنډي ووهلې د طالب په نامه د انسان له وژني څخه د خوند په خاطر بی کناه انسانان مړه کړه حتی یو عکس می ولید چې یو لنډغر په مړي بول کړي
    هغه بله ورځ مو فرخند بی ستره کړه او موسوځوله پرون ستاسو په بلوا کی چې د مظاهر په نامه مو کړي وه چې تقریباً رهبري هم ستا په لاس کي وه ځنې نامعلوم مړي مو په مړينې نیم تنه راځوړند کړي وه او ځینو ته مو اور اچولي وو، چې دا کار انسان څه حیوان څه د خدای هیڅ مخلق يي نه کوي او اسلام په کلکه د مړي له
    مسخه کولو منعه کړي او …. اوس وخت نشته دا یوڅو مي ستاسو له جنایتونو تاسو ته در په یاد کړه که دي غوښتل بیا به دي سم خلکو ته معرفی کړو

  14. مثنوی معنوی مولوی
    هست قرآن به زبان پهلوي
    او
    چې ليکلی بايزيد خيرالبيان
    چاوېل نشته په پښتو ژبه قرآن

  15. نو خیر البیان دې -دوی باید وژباړی او څرنګه چي په مثنوی یې عمل نه دی کړی – خو په خیرالبیان دې عمل هم وکړی ([چون کتاب بر،برخوانی -اینکه عمل درتو نیست ، نادانی)

  16. قرار صاحب! زه هم غواړم چه ستا په ښایسته ځواب پسی یو څه ور زیات کړم. امراله ناصالح او پلویان هغه د .تمدون ضد یوه ډله ده کومی چه د سقاو د زوی د وخته بیا تراو یی د افغانستان د پرمختګ مخه ډب کړیده او نه پریږدی چه افغنستا پر مخ ولاړ شی. ځکه چه پر مختللۍ افغانستان د لر او بر پښتنو د یو ځایکیدو یواځنۍ لاره ده. او دا معلومه خبره ده چه دوی نه غواړی چه پښتانه د افغانستان غوټ اکثریت شی.

  17. unfortunately in today’s mujahid dominated style power grab, there is nothing positive remain for the betterment of Afghanistan within them. The only tool still left for them to use is to play the cards of ethnicity/qoum in hope of lining up some support.

    In the absence of ethnic dividing approach, the business of warlord-ism will be dead.

  18. زه نه پوهیږم د ساینس او علومو د دومره پرمختګ سره بیا هم سړیتوب ،اخلاق او آداب وروسته او ګراف یی نزولی دی..
    یو سیاسی ،یو لیډر یوماهر جاسوس او معامله ګر هغی افغان ته د ادب او عزت کنایی وایی چی تل یی په تاریخی با ارزښته کارنامو تاریخ یی ډک دی او دنورو دښښمنانو په شان دوی د خپلی د لاری خڼډ بولی او د دوی (کورنی غلو) او بهرنی دښمنانو لار او مقاصد یو دی
    هلته چی قرآنکریم ، احادیث ،سیرة النبی او مذهب وی د ټولو نه وړاندی د مثنوی ذکر داهم ددی هلک بی خبری ددین له اصل څخه ښیی او د دعوت له اخللاق څخه واټن لری او دا ښیی چه جوهر آدمیت نلری او همیشه شر ته ترجیح ورکوی نه سړیتوبب ته .

  19. دا عجیبه ده چی یو شر پسند معامله ګر اوهغه څوک چی دبن د معاملی له مبتکرینو ، دانحصار او معاملو د ډلګۍ غړی چي د امنیتی قواوو زیاته بودجه او وسایل یی غلا کړی او ټولی امنیتی قواوی یی د ډلګی په انحصار کی راوستی ، بیسواده جنرالانو یی امنیتی قواوو ته دبی شرمی او غلا قهرمانی ګټلی او افغان ملت یی په نړی کی د خپل فساد په وجه په درجه اول مفسدینو کی راووست او د خادم المفسدین( کرزی) له بی تمیزی ،ملت ته یی لیوان چاغ کړل اوس هغه مفسدین او معامله ګر په کمال د دیده درآیی نورو کی غږیږی نو که مثنوی ددوی او کرزی مومن به کتاب وی او دا د ارذل الناس اعمال.، موږ ته قرآنکریم ،احادیث ، سیرة النبی صلی الله علیه وسلم او مذهب کافی دی
    سعدی علیه الرحمه څه ښه وایی:
    علم چندانکه بیشتر خوانی
    چو عمل در تو نیست نادانی
    نه محقق بود نه دانشمند
    چارپایی برو کتابی چند
    آن تهی مغز راچه علم وخبر
    که برو هیزمست یادفتر
    أتأمرون الناس بالبر وتنسون انفسکم

  20. قرارصب !آیا دوی هم قوم پیژني ؟ نه
    امرالله څوک دی ؟ یو فاحش ،بد اخلاقه او پوچ مغزه انسان دی .افسوس چې دی د یوه باوقاره قوم نوم نه
    . خرابولای .او امکان لری چې دی اصلا افغان هم نه وی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب