شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+له سلیمان لایق سره زما وروستۍ لیدنه| پوهندوی آصف بهاند

له سلیمان لایق سره زما وروستۍ لیدنه| پوهندوی آصف بهاند

«ونړید غر له خپلو پټو زلزلو سره»

مرگ هغه سپین اوښ دی چې د هر ژوندي موجود ادرس ته ورځي، د وره  ځنځیر یې شرنگوي، گونډه ورته وهي، ځان سره یې اخلي او وړي یې او نن د لایق وار راغی، له موږ نه یې بېل کړ او پښتو ادب یې بې لایقه کړ. مرگ پښتو ژبه او ادب بې لایقه کړ او په دې ډول سلیمان لایق د مرگ د ابدي چوپتیا دایرې ته ورننوت. 

په اوسنۍ زمانه کې هغه څه چې سلیمان لایق پښتو ژبې او ادب ته بښلي دي، هېڅ چا پښتو ژبې او ادب ته نه دي ورکړي: 

نوی روح مې د پښتو شعر ته ورکه

په ګلونـو کې مې ونـغـښـتـل اورونه

د لایق تخلیقاتو پښتو ژبې او ادب ته نوې سا او نوی روح ورکړ؛ خو اوس پښتو ژبه او ادب بې لایقه شوه. اوس پېړۍ په کار دي چې د افغانستان د ادبیاتو په بڼ کې بل لایق وزېـږي او وروزل شي. 

«ونړید غر له خپلو پټو زلزلو سره»

زه دلته د لایق پر بیوگرافي نه غږېږم، د اوس له پاره د ده د مړیني په پار او د ده د ادبي ــ هنري شخصیت ته د درناوي په خاطر، له لایق سره د خپل وروستي دیدن په باب غږېږم.

 کابل ته زما د ۲۰۱۵ کال د سفر په ترڅ کې، ما (آصف بهاند) له سلیمان لایق سره درې ځلې د افغانستان د علومو په اکادیمۍ کې ولیدل، دا وخت لایق د افغانستان د علومو اکادیمۍ علمي مشاور و.

د افغانستان د علومو په اکادیمۍ کې د لایق د کار خونه یا دفتر

د دې لیدنې په ترڅ کې موږ د لنډیو، شعر او ځینو نورو فرهنګي، سیاسي مسایلو په باب سره وغږیدو چې زه به یې دلته لنډیز وړاندې کړم:

د ۲۰۱۵ کال د اپریل په دیارلسمه نیټه د افغانستان د علومو اکادیمۍ ته د لایق لیدلو ته ورغلم. له یو عادي روغبړ نه وروسته مو، ډیرې عادي خبرې پیل کړې. درې ساعته سره ناست او وغږیدو. 

لومړنی بحث مو په لنډيو باندې پیل کړ. څنګه چې ما د لنډیو د مقالو په ترڅ کې اشاره ور ته کړې ده، په لنډیو باندې لایق لا له پخوا نه ډیر ارزښتمن کار پیل کړی و چې ګڼې مقالې یې په بیلابیلو خپرونو کې خپرې شوې دي، ځکه مې د لنډیو په باب د بحث په پیل کې، د لنډیو په باب د خپلو کړو کارونو په باب مفصلې خبرې ور ته وکړې.

وروسته له هغه نه مې له ده پوښتنه وکړه چې تاسو د لنډیو په باب په دې وروستیو کې څه کړي دي؟

لایق پرته له دې چې د لنډیو په باب د خپلو تیرو کارونو یادونه وکړي، په اکادیمۍ کې یې د فولکلور او په خاصه توګه د لنډیو په باب خبرې وکړې، خو د فولکلور د خوندي کولو، او په ځانګړې توګه د لنډیو د خوندي توب په برخه کې ډیر نا راضه ښکاریده او ویل یې چې: 

د لته په اکاډیمۍ کې څوک کار نه کوي، ما (لایق) د اکاديمۍ په رییس و منله چې د فلکلور، په ځانګړي ډول د لنډیو د را ټولولو له پاره ځانګړې بودجه برابره کړي دا کار هم وشو، خو عملي کار ته په بیلابیلو پلمو چا زړه ښه نه کړ.

 ده د خپلو خبرو په ترڅ کې په ټینګار سره و ویل چې لنډۍ د شخص مال نه ده. که لنډۍ د شخص په نامه ثبت شي، لنډۍ مسخه کیـږي او دا کار پخوا هم شوی، په امریکا کې چا کومه ټولګه چاپ کړې او لایق دې ستونزې پورې اړوند کوم لیک هم ورلیـږلی دی. 

د لنډیو د را ټولولو له پاره د لایق طرحه داسې وه:

کلیو ته دې لاړ شي، چاپ کړې فورمې دې ور سره وي له عامو خلکو (ډم، بزګر، شپون، ترګاڼ، کلکار، خان، ملک او…) نه دې  لنډۍ واوري او داسې دې ثبت کړي چې د لنډۍ د ویونکي او لنډۍ د ثبتونکي شهرت دې په ځانګړې فورمه کې درج کړای شي.

کله مې چې د ده د یادې نظر وړ فورمې پوښتنه ور نه وکړه، دا بیلګه یې په لاس راکړه:

وروسته له هغه یې چې د دې فورمې په باب څرګندونې وکړې، بیا یې دا هم را ته و ویل چې دا خلک د کار نه دي، دوی کار نه کوي، او دا کار باید وشي، ځکه چې موږ په فولکلور کې خپل اصیل تاریخ پیدا کولای شو، د فولکلور د مطالعې او پیژندنې له لارې موږ خپله ټولنه په هر اړخیز ډول پیژندلای شو.

بیا یې د خپلو نا چاپ شعرونو په باب د بحث ور پرانست. د میز پر سر یې د چاپ له پاره یوه برابره کړې ټولګه پرته وه. دا ټولګه «د مریانو سرود» نومیده. د مریانو سرود د لایق د نا چاپو قصیدو او یو شمیر نا چاپو آزادو شعرونو ټولګه ده. او په همدې ورځ (د ۲۰۱۵ کال د اپریل دیارلسمه) یې په خپل غږ کې په عالي شاعرانه انداز او شور سره ما ته څو قصیدې په داسې غږ واورولې چې دی پوهیده چې زه یې د زړه په غوږونو اورم. 

د دې ټولګې (د مریانو سرود) د یوه آزاد شعر سرلیک یې د ټولګې له پاره د نامه په ډول غوره کړی دی او په خپل غږ کې یې ما ته داسې واوراوه چې تا به ویل لایق خپله مریی دی او خپل غږ اوچتوي.

دا یې هم را ته وویل چې د مریانو سرود له چاپ نه وروسته د دري شعرونو یوه ټولګه چې«عقاب ګم شده» نومیـږي د چاپ له پاره چمتو کوي. البته چې سپانسور نه لري او دی خپله یې په خپل مصرف چاپوي.

په پای کې یې په یوه ځوانه انرژۍ او جدیت سره را ته و ویل:

«اوس په خانه ټکانۍ باندې لګیا یم. زما د عمر څومره برخه چې پاتې ده، غواړم هغه د خپلو پاتې کارونو په تر سره کولو ولګوم، خپل تر سره شوي کارونه سره منظم او چاپ کړم، په ککره کې پاتې پلانونه باید ژر تر ژره تر سره کړم.»

له لایق سره په دې لیدنه کې زه پوه شوم چې دی د افغاني ټولنې د سره اور په بټۍ کې له شپیتو کالونو نه زیات وخت تیر کړی او سم دم پوخ شوی او په دې ښه پوه شوم چې په هغه اور کې چې دی پوخ شوی دی، ما ته یې ایله اوس یو نیم دُرلمه تاو را رسیدلی دی.

مازدیګر مهال کله چې له دفتره د کور پر لوري روانیده، د اکاډیمۍ (شا ببو جان ودانۍ) په انګړ کې مو څو یادګاري عکسونه هم واخستل: 

بیا د ده د اکاډیمۍ موټر په سورلۍ د مکرویانو پر لور رهي شوو. د کابل ښار د واټونو په اړخونو کې چې له مازې جګ ځای (دیوال، پایه، ونه، او…) و، د لویو او وړو ټوپکیانو عکسونه په بیلابیلو سایزونو لګول شوي وو. لایق زما د څېرې په لیدلو پوه شو چې زه د عکسونو په لیدلو څومره خوا بدی یم او څومره رنځیـږم، نو را غبرګه یې کړه:

بهاند صاحب مشران خو یې لا څه کوې، آن د محلي ټوپکیانو عکسونه یې هم را ځړولي دي.

د دې ویر لړلي یاد په دې برخه کې به د لایق څو هغه هنري کرښې را واخلم چې ده د خپلې نوې چاپ شوې شعري ټولگې (سندرې په سویو واټونو کې) د پیل له پاره لیکلې وې:

«زه د اور پر لاره له لارويانو څخه يو پاتې شوى پردېس يم. ما په توره تياره کې د ګړنګونو د لار وهونکو هيبتناک غږونه او له هغوى سره غبرګ د توپان او تالندو دغځونو شور خپلو ترانو ته ورکړ.

لا تر اوسه چې د زړښت د ساړه فصل واورو زما سر او برېت سپين کړي دي، زما دننه د زېرمه شويو هيجانونو او خولپټو اورونو يو شوى ځواک، لکه اور غورځوونکي غرونه، د لام او يرغل د پيل لپاره تيارى نيسي.

زما په شعر کې د هغو ماڼوګانو د زړورو چيغو جګړه ييز توسن او تپاک چې د سمندر د توپان د پېښو مصيب ته ځان نه تسليموي، د وطن د اتلانو او د نه راګرځېدونکو سر تېرو له آوازونو، هوډونو او نومونو سره اخشل شوي دي. زه د همغو زړورو لار پلټونکو يادګار يم او په اوسنۍ بې شرمه زمانه کې چې د نارينتوب تول د پيسو په مقدار او د مقام په معيار کېـږي، د نامردانو په وړاندې لوڅه توره ولاړ يم او د اور غورځونکو په ژبه د سندرو په څپو کې، د بلهار شويو ماڼوګانو د مېړانې ياد ګارونه ساتم.»

او په پای کې د لایق د کلام هغه بېلگه چې پر خپل ایرې شوي وطن باندې داسې نستالژیک یادونه د هنر په ژبه انځوروي چې د «چونغر» تیـږې هم ورته ویلې کېږي:

“هديره شوی خرابات”

مــا خـو وې چې خـرابات به هـديره شي

او ســاقــي بـــه لـه مـلا ســره ديـره شي

هـسـې کــفــر چـــا لــيــدلـــی و عـالـمـه

چې د عشق کعبه په ويـنو تکـه سره شي

چــا لــيــدلی وو د نـــاز تــــازه ګـلـونــه

چې غړۍ يې د باغوان پـه لاس اره شي

چا اټـکل کـړ چې زمـوږ د امـن کور به

پــه بــې رحــمــو قـاتــلانـــو اجـاره شي

چـا ويــل چـې د “اشـيـا غـمی” کابل بــه

د دښــمـــن د کـساتـــونـــو تــاتـــره شي

هـر مـامـون به د امان له کـرښې ووزي

پـر وطن بــه د جـګـړې وبـا خـوره شي

زوړ انـګـريـز بـه بـيا را پاڅي انتقام تـه

زموږ پرضد به له پنجاب سره پَــرَه شي

چا ويل چې بيا به نوی مــنــصـور پاڅي

د وطـن د عشق پـه تــور به غرغره شي

چا ويــل د پـنـجــابي د کـسات هـــوډ بــه

د نـجـيـب پــه قـــربــانۍ باندې پوره شي

د هــغــه نــاره بــه غـبـرګـه شي له داره

ټـــول ځـنـګل بـه د اورونـو شـراره شي

لا خــو لــوبـه د زمــان پرغـــولي ځغلي

څــو، څــو ځــلـه بـــه بــدلــه نـندراه شي

لــــږ دمـــه شــه د تـــاريخ سندره واوره

د جـــلاد سـر بـــه پـخـپـل تـبـر پاره شي

کــه لاهـــور د کــابـل سـولـو ته اړم وي

ټـول پـنجـاب بـه په اورونو کې ايره شي

اسـامــه کــه لــه تـــروره لاس وانــخـلي

د زمــزم څــا بـــه د ويــنــو فـــواره شي

هــيــڅ تــيـری بــه پـاتـې نشي بې ځوابه

کـه پــردي په مـوږه زر وارې ديره شي

وا بــه نــه وړي د انـصـاف تـله له عدله

کـه جـمــله عــالــم د عـفـوې نــغاره شي

بـايـد ټــول دښـمـنـان وپـيـږي په زغرده

د افـغـان تــوره چې لـوڅه شي تيره شي

هــر افـغـان پـه دې خـبـره بــــاوري دی

د لايــــق دا وړانـــدويــنـــه بـه کـره شي

سلیمان لایق

 

۱۳۷۶- کابل

2 COMMENTS

  1. بـايـد ټــول دښـمـنـان وپـيـږي په زغرده

    د افـغـان تــوره چې لـوڅه شي تيره شي

    واه ، لایقه ! ته دپښتو شعر دآسمان یو تلپاتۍ ځلاند ستورۍ سوې. دخپلی مورنۍ خاوری په غیږه کی آرام څمله !

  2. د
    ” باید ټول دښمنان وپیږی په زغرده
    د افغان توره چی لوڅه شی تیره سی”
    د لايق ساب د فرمودی او ارمان! په اساس همداسی وسوه
    د افغان تُره د کمونیزم د حریفانو په ورکشاپ کی د ډالرو او سټینګرو او ماشینګړو په موادو رنګینه او د مسکو او د هغوی د فکری انډیوالانو د زغرو په وړاندی وکاروَله سوه خو د بده مرغه هم زغره څیری سوه او هم تُره ماته سوه.
    زموږ د تاریخ په دسترخوان کی هر نعمت تر سترګو کیږی خو یو نعمت چی نه تر سترګو کیږی هغه ” شرم ” دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب