Homeخبرونهامریکا کې د دوو الوتکو د ټکر له امله د الاسکا د...

امریکا کې د دوو الوتکو د ټکر له امله د الاسکا د پارلمان رئیس وژل شوی

تاند (شنبه، د اسد ۱۱) د سي بي ایس نیوز د راپور په اساس امریکا کې د دوو الوتکو د ټکر پېښه کې ۶ تنه وژل شوي دي.

سرچینه کاږي دغه پېښه د امریکا په الاسکا ایالت کې رامنځته شوې چې د الاسکا د پارلمان رئیس هم پکې وژل شوی دی.

سي بي ایس د امریکا د هوانوردۍ ادارې په حواله خبر ورکړی چې د جمعې په شپه د الاسکا په انکوریج کې یوې (ډي هاویلند ډي، ایچ، سي) ډوله الوتکې له یوې ناپېژاندې الوتکې سره ټکر کړی چې د الاسکا د پارلمان د رئیس په ګډون ۶ کسانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

تر اوسه د پېښې د څرنګوالي په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي خو د څېړلو په موخه یې سیمې ته پلاوی استول شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...