شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې سختو اورښتونو ۱۶ کسان مړه کړي

ننګرهار کې سختو اورښتونو ۱۶ کسان مړه کړي

تاند (شنبه، د اسد ۱۱) په ننګرهار کې د ورښتونو او سېلابونو له امله ۱۶ تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي وايي د دغه ولایت د کوز کونړ ولسوالۍ د قلعټک اړوند زوړ کلي کې د نن سهار سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله د ۱۵ ماشومانو په ګډون ۱۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴ نور ټپیان شوي دي.

نوموړی وايي په پېښه کې یو ماشوم هم نادرکه شوی چې د پیداکولو لپاره یې هڅې روانې دي.

د خوګیاڼي په خبره په سیمه کې زیات شمېر کورونه وران شوي او فصلونه یې اوبو له منځه وړي دي.

د ولایتي ادارې په لارښوونه سیمې ته یوه کمېټه لېږل شوې څو له زیانمن شویو کورنیو سره بېړنۍ او لومړنۍ مرستې تر سره کړي.

د ځايي خلکو په خبره ددغو سېلابونو له امله د جلال آباد-کونړ لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

دغه پېښه نن سهار وختي شااوخوا ۴ بجې د تېز توپان، ورښت او سېلاب له امله رامنځته شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب