شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهامریکايي نشریه: له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو وتل به طالبان واک...

امریکايي نشریه: له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو وتل به طالبان واک ته ورسوي

تاند (شنبه، د اسد ۱۱) اوپن ډیموکراسي په یوه مقاله کې لیکلي ټرمپ هڅه کوي چې په ټاکنو کې د خپلې بریا لپاره خپل ټول سرتېري هېواد ته ستانه کړي او په همدې موخه یې له افغانستان څخه په حساس وخت کې د امریکایي سرتېرو د اېستلو پرېکړه کړې ده.

په مقاله کې دغه راز زېاته شوې طالبان د دوحې هوکړې ته ژمن نه دي او تر لاسلیک وروسته یې ددې پر ځای چې تاوتریخوالی کم کړی وی، ددغې ډلې له لوري پر افغان ځواکونو بریدونه ډېر شوي او په همدې توګه هڅه کوي افغان حکومت کمزوری کړي.

دغې نشریې په خپله مقاله کې ویلي له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو وتل به طالبانو ته د افغانستان د نیولو زمینه برابره کړي.

په یاده مقاله کې دا هم ویل شوي چې طالبان له القاعده او نورو ډلو سره د اړیکو پریکولو هیڅ شواهد نه دي وړاندې کړي چې دا چاره به د وخت په تېرېدو افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل کړي.

دغه مقاله چې (ټرمپ طالبانو ته د افغانستان د نیولو زمینه برابره کړې) تر عنوان لاندې خپره شوې په وروستۍ برخه کې یې راغلي، پر طالبانو باید تر هغه وخته باور ونه شي تر څو چې د افغانستان د حکومت یوه برخه نه وي جوړه شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب