شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهامریکايي چارواکي: طالب زندانیان دې خوشې خو نظربند وساتل شي

امریکايي چارواکي: طالب زندانیان دې خوشې خو نظربند وساتل شي

تاند (شنبه، د اسد ۱۱) واشنګټن وايي افغان حکومت دې د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره پاتې طالب بندیان خوشې کړي خو په کورونو کې دې نظربند وساتل شي.

د روېټرز خبري آژانس د راپور له مخې درېیوو امریکايي چارواکو د افغانستان حکومت ته وړاندیز کړی چې له روان وضعیت څخه د وتلو او د بین الافغاني خبرو پر وړاندې د خنډونو لرې کولو په موخه دې پاتې طالب زندانیان له بنده ازاد شي.

دغو امریکايي چارواکو ویلي ددې لپاره چې بیا خنډونه رامنځته نه شي طالب زندانیان دې داسې ځای ته ولېږدول شي چې د طالبانو او حکومت تر نظارت لاندې خپل حبس ته دوام ورکړي.

سرچینه کاږي یاد لوړ پوړي چارواکي هڅه کوي د قطر مذاکرات چې د طالب بندیانو د موضوع پر سر ځنډېدلي بېرته پیل کړي.

باید وویل شي چې د افغانستان حکومت د یو شمېر طالب زندانیانو د نه خلاصون خبره کوي او وايي د پاتې ۴۰۰ طالب زندانیانو د خلاصون پرېکړه به مشورتي لویه جرګه کوي.

2 COMMENTS

  1. کورونه ئ ممکن واشنګتن ته معلوم وي ؟
    دغو بندیانو کي ډيری خارجیان دي ( پاکستان ،بنګله دیش ،چیچین ،ازبکستان ،عرب )
    اوهغه څوک چه دافغانستان دي دهغوي کورونه دقیق نه سم ویلاي په ټول هیواد کي وي ۰
    اوس نو وګورو چه خارج هیوادو ته ددغو بندیانو تګ او نظارت څنګه ممکن ده ؟ دخندا وړ خبره ده ۰
    داسي نظریات دبیخبرۍ نشه ده ۰
    دوم هغه چه په هیواد کي هم دي دهغو کورونه اکثره پاکستان کي دي نه افغانستان ۰
    نو ددوي نظارت به هغه څوک کوي چه جګړي ته تیار کړي اورالیږلي دي (پاکستان )
    چه داهم دنه منلو وړ اوبابیزه خبري دي ۰
    هغوي که په افغانستان کي احینا ء زوند کوي ممکن هغو ساحو کي چه دطالیبانو په ولکه کي وي اویا دطالیبانو خواخوږي وي۰
    ایا دغه امکانات به هرچیرته موجودوي چه هم محفوظ وي او هم دطالیبانو او حوکمتي سرنیریو نظارت ممکن سي ۰
    افغانستان خو نه امریکا ده نه اروپا ده چه داسي امکانات ولري ۰
    دوي ته باید نوی تشکیل جوړسي چه د دي کار ترعهده ووزي۰
    دا فقط دمسلي پيچیدل کول غواړي نه حل ؟
    دمشورتي جرګي فیصله په دي هکله دحل لار ده۰
    له بل پلوه حکومت خو له۵۰۰۰زیاد بندیان خوشي کوي ۰
    طالیبان ولي په دغه لست اسرار کوي ؟ دا سوال برانګیزه ده ؟ دازما اند اونظر ده

  2. د ټالبانو او دامریکا استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ هوکړه لیک خو د قرآن شریف آیتونه او الهي احکام ندي چې د تغییر وړ نه دي . له بلې خوا هلته یواځې پنځه زره ټالب زندانیان ذکر شویدي . پدې اساس د پاتې 400 ټالب زندانیانو په سر د ټالبانو اصرار او لجاجت خپله د سولې سره څرګند مخالفت دی. په واقعیت کې دا بهتره ده چې دوی د اوس لپاره د افغانستان په موجوده زندانونو کې وساتل شي او د هغوی په بدل کې یو معین شمېر نور ټالب زندانیان خوشې کړل شي .
    په دریم هېواد یا بل ځای کې د جنایتکارانو ساتل هم ستونزمن کار دی . د یوې ملي افغاني سولې لپاره ولې په داسې یو څه اصرار او پافشاري وکړو چې ګټه یې افغانانو ته نه رسیږي.
    کله چې زمونږپه هېواد کې رښتینې سوله راغله ، راتلونکی حکومت به د نوموړو متنازع فیه خلکو په هکله تصمیم ونیسي . له یوې خوا به د جنایت کارانو د ساتلو او ملاتړ نه دا فرهنګ ورک شي او له بلې خوا به حق العبد نه ضایع کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب