Homeداسې هم شتهساینسپه جاپان کې د فلج شویو انسانانو لپاره روبوتیکه پښه

په جاپان کې د فلج شویو انسانانو لپاره روبوتیکه پښه

تاند- د ډیلي مېل ورځپاڼې د ارپور له مخې دا مصنوعي پښه تویوتا کمپنۍ د جاپان د فوجیتا طبي پوهنتون د څېړونکو په مرسته جوړه کړې ده.

دوی وايي چې دا پښه له هغو کسانو سره په تګ کې مرسته کوي چې نیم فلج وي.

دا روبوټیکه پښه به د روان ۲۰۱۷ په پای کې بازار ته راووځي او له هغو کسانو سره چې د بدن یوه خوا یې د مغزي سکتې په وجه فلج شوې وي، مرسته کوي چې په لار تګ وکړي.

دا سیستم یو میخانیکي موتور لري چې د معیوب د زنګون په برخه کې تړل کېږي.

تویوتا کمپنۍ وايي چې دا روبوت ډوله پښه له هغو زړو کسانو سره هم مرسته کولی شي چې د زنګون د ستونزې له کبله په لاره سم نه شي تللی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...