سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeمیرمنتر ټولو ښه مور/ آصف بهاند

تر ټولو ښه مور/ آصف بهاند

د مور د ورځې په پلمه

یو کال واوښت، بیا د می میاشت ده چې کومه ورځ یې د مور د ورځې په نامه نومول شوې ده، په هر هیواد کې یې د لمانځلو نیټې توپیر سره لري، په ډنمارک کې د می په څوارلسمه نیټه لمانځل کیږي.

ما تیر کال په می میاشت کې د مور د درناوي په پار، د مور په باب د یوه ورک ماشوم خبرې، را اخیسټې وې چې ښاغلي اجمل روهي په هنرمندانه ډول ژباړلې وې؛ سږ هم غواړم بیا د تولستوی هماغه خبرې یو ځل بیا را واخلم:

د مور د ورځې له پاره:

څوک تر ټوله ښه ده؟

لیکوال: ل. ن. تولستوی،

ژ: اجمل روهي،

«په کوڅه کې، د بیروبار په منځ کې، ماشومه ورکه شوې وه، منډې او چیغې وهي، مور لټوي  خلک له ماشومې پوښتي:

مور دې څوک ده و جینۍ؟

ماشومه په داسې حال کې چې اوښکې یې بهیږي، په ځواب کې وایي:

نو تاسې په دې نه پوهیږئ؟ زما مور هغه ده، چې تر ټولو ښه ده.»

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب