پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeمیرمند مور یاد/ احسان الله مایار

د مور یاد/ احسان الله مایار

د مور په یاد! مور تر ټولو اوچت او وزن لرونکی نوم، مور هغه پاکه او مقدسه کلیمه ده چې په اوریدو سره یی انسان ته سکون او ارام په برخه کیږی، مور د الله ج له طرفه د خپلو بندګانو لپاره تر ټولو ښکلی او درنه ډالۍ ده، مور اوس هم د بشریت د یو تر ټولو ژوره احساسات درلودونکی انسان، مورهغه څوک چی ۹ میاشتې مو د هغه په ګېډه کې ژوند کړي، او د هغه د وېنو او وجود څخه مو خوراک کړیدي، که مو د مور درناوئ او د هغه د خوشحالیو لپاره تلاش وکړ نو باوری یم چی د اوسنی وحشت او بربریت ځای به انسایت او خوشحالي ونیسی په دې نړۍ کي د انسان تر ټولو لومړنی او ډیر لوی تړاو او اړیکې د مور سره وی د اسلام سپیڅلی دین د الله تعالی د حق څخه وروسته تر ټولو لوی حق د مور او پلار ښودلی دی، مور په کور کې هغه تله ده چی ټول اولادونه ورته یو شان وزن لری او په نړۍ کی هغه موجود چی زړه پری راټولېږی، او تل چی مسافری کښی خفګان راباندی راشی او هغه ورځ مور سره خبري وکړم زړه ته می سکون، راحت او خوښې راوبخښي يوازې د مور په غيږ کې د ماشومتوب انځور وګورئ چی څومره خوږ او رحم کوونکی ملګری مو تیر شویدی، اولنې قدم مو چی اخستئ چا له لاسه نیولي وو، هغه چی د بوټونو تسمې به مو هم نه شوای تړلی هغه وړوکی کار چی موږ ته به غټ او سخت کار به راته ښکاریده خوهغه به هم مور راته تړلې، هغه انسان چی د وړوک والی صرف زموږ پالتو خبرو ته به غوږ نیوه، بعضي ظالمان کور کی چی کومه خرابه کوټه وې وایې چی دا به د ادی او د بابا شئ.

مور شپه او ورځ خپل ماشومانو او اولادونو ته دا خبري کوی، د انسان درناوئ وکړه، مور تر هر چا په دی شه پوهږی چی تر انسانیت بل لوړ مقام نشته، ځکه همدا انسان د همدی هستی په خیټه او غیږه کی لویږی، دا مور ده چي خپل اولاد ته وایې که دی ناروا او ظلم وکړ نو خپلی شیدی نه درته بخشم مور یعنی د ژوند ډیوه مور د کور رڼا او زما د زړه سکون مور د کور ښکلا مور زما د ژوند راحت مور زما د دنیاګۍ جنت مور زما خوشحالی مور زما د ژوند هغه هستی ده چی بیا په هیس قیامت پیدا نه شی مور د مینه ناک زړه څښتنه ده هر وخت یی قدر او عزت کوئ ځکه دغه نعمت په عمر کي انسان ته یو ځل ورکول کیږي، که چیری محتاجه شې خوراک به ورکړئ، د اواز کولو په وخت به ورته په نرمی ځواب ورکړئ، د سختی په ځای نرمی کول ورسره کوئ د مېرمنې اولادونو او ملګرو مینه د مور او پلار د مینې په پرتله د نشته برابره ده په هیڅ حساب ده، په دی هیله چی یوه ورځ افغانه مور هم د خندا او هوسا ژوند کولو حق او امکان تر لاسه کړې، مورجانې دا ېوه ورځ نه هره ورځ ستا ده، مورې ستا دعاوې وې چې تر دې ځایه پورې پرې را ورسېدم، مورې وجود دی په دنیا کی تر ټولو لوی بختوری او شانس دی، شکر چی شته یی او تاسره زیاته مینه لرم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب