جمعه, اپریل 19, 2024
Homeداسې هم شتهد پزې بڼه له هوا سره تړاو لري

د پزې بڼه له هوا سره تړاو لري

تاند- څېړونکي وايي، د انسانانو د پزې شکل یا بڼه له هغې هوا او جغرافیې سره اړه لري چې پکې اوسي.

د امریکا د پینسیلوانیا پوهنتون څېړونکو د افریقا په لوېدیځ، د اسیا په جنوب او ختیځ او د اروپا په شمال کې د انسانانو د پزو د شکل په اړه د تحقیقاتو په مهال دې ته پام شول چې د انسانانو د پزو په بڼه یا ظاهري شکل کې د تغییر علت د دغو سیمو هوا ده.

څېړونکو د ۴۷۴ تنو پزې مطالعه کړي څو معلومه کړي چې ولي د یوې سیمې د اوسېدونکو پزې لوړې او د بلې ټیټې یا پړیخې دي.

د دوی څېړنو وښودله چې د هغو سیمو د اوسېدونکو، چې هوا یې لندبل یا رطوبت لري او په عین حال کې توده وي، پزې پلنې وي خو د وچو او سړو سیمو د اوسېدونکو پزې نرۍ وي.

د ساینسپوهانو په نظر د چاپېریال شرایط د پزې پر ظاهري بڼه اغېز لري.

دوی دغه راز ویلي، هغه کسان په تنفسي ناروغیو نسبتاً زیات اخته کېږي چې د خپلو نیکونو او غور نیکونو سره په متفاوته هوا کې اوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب