Homeداسې هم شتهساینسپه بریتانیا کې درېمه برخه کارونه روبوټونو ته سپارل کېږي

په بریتانیا کې درېمه برخه کارونه روبوټونو ته سپارل کېږي

تاند- په بریتانیا کې به په راتلونکو ۱۵ کلونو کې په درو کې یوه برخه کارونه روبوټونو ته وسپارل شي.

تر ۲۰۱۳ م کال پوري د بریتانیا په سلو کې ۳۰ دندې او کارونه میکانیزه کېږي او د انسان اړتیا کمېږي.

د ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، پرایس واټر کوپرز کمپنۍ، چې په لندن کې کار پیل کړی، وايي چې منېجمنټ، ترانسپورت، د تولید پروسیس او نور کارونه به مکیانیزه او د روبوټ له لوري اجرا شي.

دوی وايي چې په چارو کې د روبوټونو زیات دخیلول دا معنا نه لري چې د انسانانو بې روزګاري به ډېره شي.

د دیجټل او نورې ټکنالوژۍ په برخو کې له خورا ډېر پرمختګ سره سره په بریتانیا کې له ۱۹۷۱ څخه را په دې خوا هیڅکله دومره کار نه و.

په نورو پرمختللیو صنعتي هیوادونو کې به هم ډېر کارونه ماشین او روبوټ ته وسپارل شي.

اټکل کېږي چې په راتلونکو ۱۵ کلونو کې په امریکا کې ۳۸ سلنه او په جرمني کې ۳۵ سلنه دندې روبوټونو ته په لاس ورکړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...