چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeمقالېاقتصادملتونه ولې ماتېږي؟| فیض الله اسحاقزی

ملتونه ولې ماتېږي؟| فیض الله اسحاقزی

د دارون عجم اوغلو او د جیمز رابنسن ګټور کتاب دی. یو میړنی ځوان چې نوم یی د کتاب پر پښتۍ سم نه لوستل کېږي پښتو ژبی ته ژباړلی دی.په اقتصاد کې د نوبل جایزه ګټونکو کسانو لکه جورج اکرلوف، کینټ. جی. ارو، ګرې اس.بیکر او د نړی معتبرو رسنیو لکه فایننشل ټایمز، the observer UK او نیویارک ټایمز دا کتاب ډیر ارزښتمن ګڼلی. یاد کتاب په اقتصادی ډګر کی د ملتونو د بریالیتوب او ناکامی رازونه په ګوته کوي. د کتاب تر لوستلو وروسته ما ترې داسی برداشت وکړ:

  • د ملتونو د ماتی عوامل چې بعضی پوهانو په جغرافیایی موقیعت، کلتور او له پامه غورځولو (THE IGNORANCE) په فرضیو کې لټولی ډیر د باور وړ ندي. هغه څه چې یو ملت د ماتی له بحران څخه ساتي پراخ سیاسی او اقتصادی بنسټونه دي. په دې مانا چې په یو ملک کې سیاسی واک باید ویشلی او غیر متمرکز وي. د واک له ویش او غیر متمرکز څخه مراد دا ندی چې واک کی دی غلو او ډلو ټپلو ته برخه ورکړل شی لکه زموږ ملک کې چې ترې مفهوم اخستل کېږي بلکه مراد ترې دا  دی چې واک باید پر بنسټونو (Institutions) وویشل شي. ټولی چاری یواځې په ارګ کې فیصله نشی بلکه نور ادارات هم باید په واک کی شریک و اوسی او په عین حال کې باید مرکزی دولت پر خپلو پراخوسیاسی او اقتصادی بنسټونو باندی کافی  واک او نظارت ولری. دا کتاب سیاست د ټولنی د نظم لپاره د قوانینو د جوړولو یوه وسیله ګڼي او سیاست او اقتصاد دیو پر بل د منفی او مثبتو اغیزو څخه په تفصیل سره بحث کوي. سیاست باید داسی اقتصادی بنسټونو ته لاره پرانبزی چې ازاد بازار ته لاره پرانستل شی او ازاد بازار د احتکار او دیته ورته لارو په مټ د خلکو د اقتصادی زبېښاک مانا نلری بلکه مراد ترې دا دی چې هر څوک پخپل خوښه ځانته مسلک خوښوي او په خپله خوښه بازار ته داخل کېږي. د دولت اقتصادی قوانین ورته لاره هواروي او خلک هڅوی تر څو په اقتصادی وده کي برخه واخلی. تر دې هرڅه وړاندی دولت سیاسی ثبات رامنځته کوی او پانګوال ډاډمن کوی چې پانګه یې دولت یا زورواکی ترې نه تروړي. ازاد بازار نوښتونه رامنځته کوی او نوښتونه اقتصاد ته وده ورکوي.شمالی کوریا او سویلی کوریا اقتصادی وضعیت د دې خبری واضح ثبوت دی چې سویلی کوریا پراخو سیاسی او اقتصادی بنسټونو د نړی د شلو شتمنو هیوادونو په کتار کې درولې او شمالی کوریا بیا یو مستبد نظام د ناسمو اقتصادی پالیسیو په مټ د نړی د بی وزلو هیوادونو په کتار کې. د یو هیواد پر رهبریت واکمنه سیاسی ایدیالوژی د اقتصادی پالیسیو او سیاسی بنسټونو پر څرنګوالی بنسټيز اغیز لري.د شمالی کوریا د رهبری سیاسی کمونیستی افکار د دې هیواد د بی وزلی مهم فکتور دی. چین له هغه نه وروسته اقتصادی وده وکړه کله چې یې سیاسی رهبرۍ په خپله کمونسیتی سیاسی ایدیالوژۍ کې بنسټز اقتصادی رفورمونه راوستل. دا خبره زښته ارزښتمنه ده چې په پرانستو سیاسی بنسټونو کې خلک پر دولت جدی نظارت کوی.

 

  • پرانیستی اقتصادی بنسټونه چې د اقتصادی ودی لامل کېږي په ټولنه کې یو ډول خلاق تخریب creative destruction رامنځته کوي او له همدې کبله  په ټولنه کې د مخالفتونو سره مخ کېږي. خلاق تخریب پدې مانا چې نوی ټکنالوژی د زړو ماشین آلاتو ځای نیسی او دا کار د ځینو په زیان تمامیږي. په انګلستان کی د بخار د ماشین اختراع او د هغی په کار اچول د لاسی صنایعو د کارخونو د مالکینو له سخت غبرګون سره مخ شو. همدارنګه په یاد هیواد کې اشرافو د صنعتی کیدلو مخالفت وکړ ځګه چې بزګر نور د دوی پر ځمکه په ناڅیزه مزد باندی کار کول پریښود او ښارونو کي په فابریکو کې په نسبټا ښه معاش په کار وګمارل شول.  پر ټولنه واکمن اقتصادی زبیښاکګر چې د زبیښونکو اقتصادی بنسټونو په مټ د ملت ثروت زبیښی د پرانستو اقتصادی بنسټونو سره مخالفت کوی. دا ډله خلک د اقتصادی رفورمونو مخه نیسی.

 

  • له پورته جملو څخه په ډاګه کېږي چې په یو هیواد کې د بنسټونو رامنځته کیدل د خلکو او دولت کلک ملاتړ ته اړتیا لری تر څو د اشرافو غوندی د زبیښاکګرو مخالفت شنډ کړل شي. د یادولو وړ ده چې په غیر مشروع ډول د واک پر ګدۍ ناست واکمن به هیڅګله اقتصادی ودی ته لاره هواره نکړی ځکه چې اقتصادی وده بیا د همدې واکمنو سیاسی واک کمزوری کوی .

 

  • تاریخ د ددې خبری پوخ ثبوت دی چې د ننۍ شتمنی اروپا د شتمن کیدلو یو مهم فکتور د نورو هیوادونو استثمار دی. اورپایانو نوره نړی په ځانګړی توګه افریقا، آسیا او لاطینه امریکا په بی رحمی سره استثمار کړه او د هغوی مادی شتمنی یی ولوټله. د دې زبېښاک سره،سره دا هم دویلو وړ ده چې د اروپا او د امریکا د متحده ایالتونو د نن ورځی په غوره اقتصادی حالت او سیاسی ځواک کې د پرانستو اقتصادی او سیاسی بنسټونو لوی لاس دی چې یادو ملکونو کې په تدریج سره رامنځته شوی. د افغانستان غوندی د دریمی نړی هیوادونو د وګړو لپاره په دا خبره پوهیدل ډیر اړین دی چې پاخه یا پراخ سیاسی او اقتصادی بنسټونه په تدریج سره ریښې نیسي خو د بنسټ ډبره ایښودل یی هم دا نن ورځ اړین دی. یواځې د دا ډول بنسټونو بنسټ ایښول درد نه دوا کوي بلکه پالل يې هم اړین دی.تاریخ په ګوته کوي چې په شپاړسمه پېړې کې د انګلستان د پاچا واک محدود کول او دا واک پارلمان ته لېږل د دې ملک د نن ورځی د پراخ بنسټه سیاسی او اقتصادی بنسټونو د بنسټ د ډبری حیثیت لري. په درېیمه نړی کې چې خلک د یو څو روپیو په مقابل کې خپل رایه پلوري او یا هم د قومی او سیمه ایزو اړیکو پر اساس رایه کاروي د یو داسی سیاسی بنسټ ریښې ځواکمنوي چې راتلونکی کې به د دوی هیڅ درد دوا نکړی. موږ ټول پدې خبره په ډېره ښه توګه پوهېږو چې اقتصادی وده د سیاسی ټیکاو نه پرته شونې نده او د سیاسی ټیکاو تمه بیا د غلو په حاکمیت کې یو بد خوب دی چې باید روانو اوبو ته وویل شي.

اقتصادی وده په ننی نړی کې پر ټیکنالوژۍ ولاړه ده. د برتانیا په اقتصادی وده کې د نورو فکتورنو سره ترڅنګ ټیکنالوژۍ بنسټيز رول ولوباوه. ټیکنالوژی بیا د علمی لاسته رواړنو پایله ده. خو دې ملک کې ټیکنالوژۍ هغه وخت معجزې وکړې کله چې د مخترع لپاره د مالکیت حقوق خوندی شول او دولت د قانون د پلی کولو ځواک درلود یا په بل عبارت په ټولنه کې سیاسی ثبات شتون درلود.

د تاریخ حساسی مقطعې د سیاسی او اقتصادی بنسټونو ترمنځ توازن کاواکه کوي. د تاریخ په حساسه مقطعه کې پېښېدونکی پېښي کولای شی حتی تر پېړۍ وروسته خپل مثبت او یا هم منفی اغیز را څرګند کړی. دا نو بیا په ملتونو او دولتونو پورې تړاو لری چې د تاریخ د حساسو مقطعو څخه څه ډول ګټه پورته کوي؟.د دویمی نړیوالی جګړې پایته رسیدل د تاریخ یوه حساسه مقطعه وه چې استعمار ته یې د پای ټکی کېښود. ځينو تازه خپلواک شوی هیوادونو له همدې حساسی تاریخی مقطعی څخه ګټه پورته کړه خپل سیاسی او اقتصادی بنسټونه یی ورغول او نن ورځ لږ تر لږه د مخ پر ودی هیوادونو په کتار کې ولاړ دي چې هندوستان یې ښه بېلګه ده. دا خبره یو ځل بیا د یادولو وړ ده چې ټول انقلابونه په مثبتو پایلو نه منتج کېږي کله نا کله انقلاب د خپل هدف برعکس پایله رامنځته کوي. دا ډول حالت د انقلاب د ناسم مدیریت له کبله وي چې د شوروی اتحاد پر وړاندی د افغانانو انقلاب یې یوه بېلګه ده ( که څه هم د شوروی پر خلاف د افغانانو پاڅون په پوره مانا یو انقلاب نه و بلکه یو ډول بې هدفه یا هم د نا معلوم هدف په لور یو وسله وال پاڅون و). د جرمن ټولنپوه رابرټ میشلژ په وینا چې پورته حالت کې یو ډول خبیثه کړۍ مضر جوړښت رامنځته کېږي او د ملک لپاره د سرطان په دانه بدلېږي چې زموږ ملک کې په اصطلاح د جهادی ډلو شتون او کار نامې یې غوره بېلګي دي. دا کتاب د شهید پروره ملت پر یو کاذب غرور د بطلان کرښه را کاږي او هغه دا چې د شوروی اتحاد پاشل د روسیې د کمونستی رژیم استثماری اقتصادی بنسټونه ښیی نه د افغانانو جګړه. یا په بل عبارت شوروی اتحاد له داخل څخه پاشل شوی و او دا یی مهم عامل و.

هغه ټولنی چې ژوند یی پر خیرات ولاړ دی هیڅکله اقتصادی وده نشی کولای  ځکه چې خیرات ټولنه مفت خواره عادت کوی او مفت خواره نوښت نشی کولای. د اقتصادی ودی لپاره د پراخو بنسټوو تر څنګ  نوښت ته جدی اړتیا لری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب